سیاست

ډاکټرعبدالله عبدالله: د خبرو په پيل سره بايد تاوتريخوالي کمښت ومومي

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر: د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي : خلک هيله لري چې دخبرو په پيل سره د تاوتريخوالي کچه کمښت ومومي اودواړه لوري بايد د افغانستان د خلکو د غوښتنو درناوى وکړي. د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ملي روغې جوړې دعالي شورا رييس چې نن يې د قطر په پايتخت دوحې کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې زياته کړه ښايي د دواړو لورو ترمنځ د نظر زيات اختلافونه شتون ولري خومهمه داده چې دواړه لوري دې په زغم سره خبرې اترې د حل يوې سوله ييزې لارې ته تر رسيدو پورې دوام ورکړي . د افغانستان د اسلامي جمهوريت هيئت په زيات زغم اوروحيې سره دسولې د ټينګښت په مقصد خبرو ته حاضر شوى دى. ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د خبرو پيل د افغانستان لپاره يو تاريخي ګام دى او که چېرې خبرې په سوله ييز ډول دوام وکړي دواړه لوري به ګټوونکي وي اوپه دې بهير کې بايلونکى شتون ونه لري. د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس زياته کړه چې جګړه د حل لاره نه ده او د تاوتريخوالي او د تلفاتو زياتوالې به دسولې د خبروپه بهير منفي اغيزه وکړي. ډاکټرعبدالله عبدالله ټينګاروکړهغه پېښې چې رامنځته کېږي د خلکو په فکرونو ناوړه اغيزه کوي ، خلک د خبرو په پيل سره زياتې هيلې لري او هيله کېږي چې خبرې اترې په هېواد کې د ريښتيني اودايمي سولې سبب شي. د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس د قطر له کوربه توب اود سولې په بهيرکې د افغانستان له ټولو ملاتړو هېوادونو څخه په قدردانى سره ټينګاروکړچې خبرې بايد په هيڅ صورت له نتيجې پرته ونه ځنډول شي. په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي هيئت رييس معصوم ستانکزي په دې غونډه کې د افغانستان او د طالبانو ډلې د مرکچي هيئتونو د مقدماتي غونډې په باب د اطلاعاتوپه وړاندې کولو سره زياته کړه چې موږ ته مهم لارښود د هېواد د خلکو نظريې او غوښتنې دي. ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته