سیاست

ډاکټر عبدالله عبدالله: له ستونزو سره سره، راتلونکي ته هيله مندي ډېره ده

کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه : 
په افغانستان کې د «کابل؛ د بابرشاه په واکمنۍ کې د مغولو د پاچاهۍ زانګو» تر عنوان لاندې هنري اثارو نندارتون د هېواد اجرائيه رئيس له لوري پرانيستل شو.
دغه نندارتون د افغانستان لپاره د امريکا د مطالعاتو انستيتوت او کابل ښاروالۍ له لوري په بابر بڼ کې جوړ  شوی و.
د دې نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د امريکا د مطالعاتو له مرکز، کابل ښاروالۍ، د امريکا او فرانسې له سفارتونو او پروفيسور مايکل بيري څخه مننه وکړه، چې د دې با ارزښته هنري اثارو نندارتون ته يې زمينه برابره کړې ده.
هغه وويل، چې دغه هنري اثار د کابل د سوله ييز ژوند او د متمدنې حوزې روښانه تاريخ بيانوي، چې نوي نسل ته پر ځان د بسياينې، اعتماد او هيله مندۍ زده کړې ورکوي.
اجرائيه رئيس وويل، دغه هنري اثار د کابل د زرين ژوند کيسې تازه کوي چې يومهال دتمدني حوزې با ثباته اوپرجماله ښاراو دتمدنونو او همکاريو           د عطف ټکی و.
ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړه، چې اوس هم په افغانستان کې نړيواله همکاري شتون لري، سره له دې چې ستونزې او ناخوالې شتون لري؛ خو ورسره د راتلونکي لپاره هيله مندي هم ډېره ده.
هغه د مايکل بيري له لوري د پخوانيو تاريخي اثارو څېړل او په فلزي تختو کې يې له سره رغول يو اساسي کار وباله او ويې ويل، چې ښاغلي بيري د افغانستان او افغانانو لپاره خورا ارزښتمنې ډالۍ برابرې کړي دي. اجرائيه رئیيس وويل، چې دا کار نه هېرېدونکی دی.
اجرائيه رئيس زياته کړه، نننی نندارتون له افغانانو سره مرسته کوی چې د راتلونکي لپاره د ښه ژوند او سوکالۍ ښه پر ځان حاکم و اوسي او د تېرې با ارزښته زمانې اهميت درک کړي.
ده دغه راز وويل، اطلاعات و فرهنګ وزارت ته يې دنده سپارلې چې په غزني کې د البيروني زيارت ورغوي او د هغه ياد تازه کولو لپاره علمي ناستې وکړي.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي هم وينا وکړه او ويې ويل، چې يو مهال افغانستان د فرهنګي حوزې مرکز و، چې د دې فرهنګي او تاريخي اثارو حفاظت او هويت ساتل يې اساسي  دنده ده.
هغه وويل، دمګړۍ د کابل د فزيکي رغولو ترڅنګ دوی هڅه کوي چې کابل له معنوي اړخه هم ورغوي، تاريخي او هنري اثار يې ورغوي او هم په راتلونکی کې د دې ډول فرهنګي اثارو نندارتونونه جوړ کړي.
حبيب زي زياته کړه، چې دمګړۍ د چهلستون قصر چارې پای ته رسېدلي، د عيدګاه، پل خشتي جوماتونو او د دارلامان ماڼۍ چارې دوام لري.
نوموړي  وويل، چې دوی د کابل د فرهنګی اثارو مطالعه بشپړه کړې او په دې برخه کې به نور هم اقدامات وکړي.
په ياده ناسته کې امريکايي څېړونکي مايکل بيري، په کابل کې د امريکا او فرانسې سفارتونو استازو او د افغانستان لپاره د امريکا د مطالعاتو د مرکز مشر هم ويناوې وکړې او د تاريخي کابل او هم د يادو تاریخي ـ هنري اثارو په اړه يې خبرې وکړې.
هغوی د هنري اثارو او نندارتونو د جوړولو ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي. پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته