کابل، د غبرګولي٢١مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال ډاکټر لطف الله خیرخواه د خوست شېخ زاید پوهنتون د کادري آزموینې بهیر و ارزاوه او د دغه پوهنتون کادري روغتون، راډیو او څېړنیز فارم یې پرانیست.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال د شیخ زاید پوهنتون د کادري بستونو د آزموینې د بهیر د ارزونې پرمهال د ازموینې ګډونکونکو ته د شفافیت ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په دې آزموینه کې هېڅ ډول درغلي شتون نلري.
نوموړي دغه راز د خوست د شيخ زاهد پوهنتون د ژورناليزم او ارتباطاتو پوهنځي د شېخ زاید راډيو، د کرنې پوهنځي د څېړنيز فارم، د حيواني کلينيک او د کادري روغتون د پرانېستې پر مهال وويل، چې دغه پروژې د محصلینو لپاره د عملي زده کړو په برخه کې اغېزمنې دي.
هغه زياته کړه، د کادري روغتون پرانیستل په داسې حال کې چې د محصلینو د عملي فعاليتونو په برخه کې ګټور تمامېږي، د روغتيايي خدمتونو او درملنې په برخه کې هم د خوست د خلکو لپاره ارزښت لري.
ورپسې د خوست د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینیر همایون او د دغه پوهنتون یو شمېر نورو مسوولینو د یادې پروژې پر پرانیستې خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې له یادو پروژو څخه به د محصلینو د عملي چارو په تر سره کولو او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې ګټوره استفاده وکړي.
\ ذ