خبرونهامنیتفرهنګټولنهTOP

ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده: د بیان آزادي او رسنۍ د جمهوریت او امارت ترمنځ بېلېدونکې کرښه ده او د رسنیو څنډې ته کول د حل لاره نه ده

کابل/ د چنګاښ ۲۷مه/ باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر  محد قاسم وفایي زاده نن په هغه ناسته کې چې د رسنیو د ننګونو د څېړنې په موخه جوړه شوې وه، ټینګاروکړ چې د بیان آزادي او رسنۍ د جمهوریت او امارت ترمنځ بېلېدونکې کرښه ده او د رسنیو څنډې ته کول د حل لاره نه ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د رسنیزو بنسټونو د استازیو په ګډون په کابل کې جوړه شوه، د هېواد د خبریالانو او رسنیو مخې ته پر پرتو ستونزو او همدارنګه د دغو ستونزو د حل لارو د موندلو په اړه خبرې او سلامشورې وشوې.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د بیان آزادي او رسنۍ د هېواد د رسنیو ټولنې او ټولو خلکو یوه لاسته راوړنه وبلله او څرګنده یې کړه چې رسنیو په دې لاره کې سترې قربانۍ ورکړي دي. هغه زیاته کړه: اوس موږ په سختو شرایطو کې یو او په دغه راز شرایطو کې زموږ مسوولیت هم دروند دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د بیان آزادي او رسنۍ د جمهوریت او امارت ترمنځ بېلېدونکې کرښه ده او د رسنیو څنډې ته کول د حل لاره نه ده. هغه زیاته کړه: دا ناسته د خبریالانو او رسنیو مخې ته د پرتو ستونزو د حل لارو د موندلو، ګډ تدبیر او د  اوسني حالت پروړاندې د مقاومت په موخه جوړه شوېده.

وفایي زاده یو ځل بیا د بیان له آزادۍ او رسنیو څخه د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او ټینګار  یې وکړ چې دغه وزارت رسنیو او خبریالانو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره لا ډېر کوښښ کوي.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای  شرق هم خبرې وکړې او د رسنیو د اوسني وضعیت په تېره بیا  په جنګي شرایطو کې د خبریالانو او رسنیو د ننګونو په اړه یې معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیان آزادۍ او رسنیو دفاع او ساتنې ته ژمن دی.  شیوای شرق دغه راز د خبریالانو او رسنیو کارکوونکیو د مالي ملاتړ صندوق د جوړېدو  په اړه هم معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې دا صندوق به په رڼه توګه د خبریالانو په چوپړ کې وي. هغه همدارنګه د بیان آزادۍ مډال او د خبریالانو د ښارګوټي د جوړولو طرحې په اړه هم څرګندونې وکړې.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ګرځندوی، مالي  او اداري معین عبدالبشیر حکیمي په سختو شرایطو کې د هېواد د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې ژر به د هر ولایت د معرفي کولو لپاره د ویډیو کلپ د جوړولو سیالي ترسره شي.

په ناسته کې اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري او د بېلابېلو رسنیزو بنسټونو مسوولینوهر یو لطف الله نجفي زاد، فریدې نېکزاد، دانش کړوخېل، نظري پریاني او حفیظ الله بارکزي  په وار سره خبرې وکړې او هغو ننګونو ته یې ګوته ونیوله چې د هېواد د خبریالانو او رسنیو د کار مخې ته پرتې دي. دوی په ځانګړي توګه په ناامنو سیمو کې چې جګړه په کې روانه ده، د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب ستونزه یاده کړه او د رسنیو د حالت په اړه یې هم معلومات ورکړل.

دوی د هېواد د اوسني وضعیت په اړه د رسینو اندېښنې څرګندې کړې او ټینګار یې وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د رسنیو استازی ګډون ولري او د بیان آزادي او رسنیز ارزښتونه له منځه لاړ نه  شي. دوی دغه راز څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه او نړیوال بنسټونه باید په ا فغانستان کې د بیان آزادۍ، ښځو حقوقو او نورو ولسواکو ارزښتونو ننګه وکړي.

د رسنیزو بنسټونو مسوولینو دغه راز ټینګار  وکړ چې په دغو شرایطو کې کلک درېږي او د بیان آزادۍ د ساتلو لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته