خبرونهورزش

کابل بازانو لوبډلې امو نهنګانو ته په ستر توپير ماتې ورکړه

کابل، د زمري ۳ مه، باختر
د شپږیزې کرکټ لیګ روانو سیالیو په دوام د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې د ایوبي کابل بازان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز د ښکلې توپوهنې پر مټ امو نهنګانو لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې درېیمه بریا هم په خپل نوم کړه.
ایوبي کابل بازانو لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې امو نهنګانو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د امو لپاره په توپوهنه کې اصغر اتل په ۴۷ توپونو ۵۳ او احسان الله جنت په ۲۹ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې، چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه. د کابل بازانو په ګټه قیس احمد د ۲۶ او ولید ستانکزي د ۳۱ منډو په بدل کې ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د امو لوبډلې ټاکل شوی هدف کابل بازانو لوبډلې د خپلو پیلیزو توپوهونکو د ۱۴۴ منډو ملګرتیا پر مټ د لوبې ۱۴م اور کې ترلاسه کړ او د ۹ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.
د کابل بازانو توپوهونکو ابراهیم ځدراڼ د ۳۷ توپونو په لوبولو ۸۱ ناسوځېدلې او رحمان الله ګربز په ۴۲ توپونو ۶۵ منډې ترسره کړې. امو لوبډلې ته عابد تڼیوال د ۸ منډو په ورکولو سره د رحمان الله ګربز ویکټ ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو بله لوبه پامیر زلميو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه پیل شوې چې د اګست تر پنځمې به دوام وکړي.
س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته