کابل، د زمري٤مه، باختر
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، کابل ته د پنجشیر د سيند د اوبو د انتقال په پروژه کې د پانګونې په موخه له افغان او ایراني پانګه والو سره غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې چې په کابل سرینا هوټل کې جوړه شوې وه، د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، له افغاني او ایراني پانګه والو سره له پنجشېر سيند څخه کابل ته د اوبو د انتقال په پروژه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د سرچینې په وینا؛ په دې کتنه کې د ځینو تخنیکي او مالي مسایلو د شریکولو ترڅنګ، د چارو د قانوني کولو او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ کار د څرنګوالي په اړه هم موافقه هم شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې، له پنجشېر سيند څخه کابل ته د اوبو د انتقال طرحې د عملي کېدو خبر ورکړ.
د دې طرحې لګښت څه نا څه ٣ ميليونه ډالر اټکل شوې، چې په پلې کېدو سره به يې د هېواد په پايتخت کې د څښاک روغتيايي اوبو کمښت چې د ښاریانو له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي، له منځه ولاړ شي.
\ ذ