سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کابل د هېواد د عالمانو د سترې غونډې کوربه دى

کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر

کابل د هېواد د عالمانو د سترې غونډې کوربه دى او ټاکل شوې ده په دې غونډه کې د هېواد د مهمو ملي مسلو په اړه خبرې وشي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د اسلامي امارت جګپوړي مقامات وايي، په دې ستره غونډه کې چې ديني عالمان، قومي مشران، ملي سوداګر او نور اغېزمن شخصيتونه ګډون لري د مهمو ملي مسئلو، د خلکو ترمنځ د يووالي، په هېواد کې د ثبات د لا ټينګښت او د ښوونې او روزنې د مسئلو په اړه به خبرې وشي.

د رياست الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي په دي اړه ويلي دي، ( په دې غونډه کې د هغو مهمو مسئلو په اړه چې د افغانانو ترمنځ شتون لري، زموږ د ملي يووالي د سراسري امنيت تامينولو او د ثبات د ټينګښت او د نورو مهمو موضګانو په اړه خبرې کيږي.)

که چېرې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا راهیسې روانو چارو ته ځېر شو، وبه کتل شي چې امنيت چې  په هېواد کې د يوې سالمې اجماع لپاره لومړنۍ مولفه ده، تامين شوى دى؛ خو نورې مسئلې شته چې بايد  له خلکو سره په سلامشورو کې حل شي.

شورا او خبرې اترې د افغانستان د اصيل فرهنګ يوه برخه جوړوي، افغانان هر وخت چې له ځانګړو مسئلو سره مخ شوي دي ستونزه يې د خبرو اترو او تفاهم له لارې  حل کړې دي.

له بله پلوه قرآن عظيم الشان چې د بشريت لارښوونکى دى او د انسانانو د ژوند د قانون چوکاټ يي جوړ کړی دى په وار وار مسلمه امت ته امر کړى، چې هغه ستونزې او چاري چې د دوى ترمنځ رامنځته کيږي د شورا له لارې حل کړي.

اسلامي امارت د دې غونډې په جوړولو سره وښودله چې خلک يې د ښې حکومتوالۍ په جوړولو کې په پام کې نيولي دي او غواړي د هېواد په مهمو مسئلو کې د خلکو نظريې له ځانه سره ولري.

که چېرې په هېواد کې تېر وخت ته پاملرنه وکړو او په تېره بيا د تېرو شلو کلونو پيښې په نظر کې ونيسو په بېلابېلو نومونو زياتې غونډې د لوې جرګې په همدي تالار کې جوړې شوې، چې سياسي او امنيتي فعالې او مثبتې پايلي يي نه درلودې، ځګه دغه غونډې سمبوليکې وې؛ خو روانه غونډه به له نورو جرګو او غونډو سره چې په تېرو شلو کلنو کې جوړې شوې دي، توپير ولري.

په دې غونډه کې به ديني عالمان د قرآني او شرعي حکمونو د لارښوونو له مخې پرېکړې وکړي، دغه غونډه د هېواد د مهمو ستونزو د حل کولو لپاره جوړه شوې ده، نه د سياسي امتياز اخيستنې په خاطر.

په دې غونډه کې به هڅه وشي، چې ټولنه او حکومت زيات مسووليت منوونکي شي او د بېلابېلو برخو په تېره بيا اقتصادي مسئلو کې د ستونزو حل کولو او يا کمولو لپاره له خلکو مشورې واخلي او په هېواد کې د خلکو هيلې چې له بيوزلۍ نيولې تر اقتصادي ستونزو، د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو او يو شمېر نورو مسلو او ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته