سیاستخبرونهامنیت

کابل والي د کابل ښار مسؤلینو ته د امنيت په اړه ضروري لارښوونې وکړې

 کابل ، د ثور ۸مه ، باختر

د ﮐﺎﺑﻞ واﻟﻲ ﻣﻮﻟﻮي ﻧﺪا ﻣﺤﻤﺪ نديم د دغه ولايت له امنيه قوماندان مولوي حمزه، د استخباراتو له رئيس مولوي عارف او د قول اردو له مرستیال مولوي نصرت سره په کتنه کې، د کابل ولايت د امنيت د ښه والي او يو لړ نورو امنيتې مسائلو په اړه خبرې کړې دي.

باختر آژانس ته د کابل ولایت مقام له رسنیز دفتر څخه په رارسېدلي خبر کې ویل شوي چې په دې کتنه کې یادو مسؤلینو ته د چارو د ښه تنظيم او همغږۍ په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

همدا رنګه، په دې کتنه کې کابل والي د کابل ښار د امنيت په اړه ضروري لارښوونې کړې او له یادو مسؤلینو څخه يې غوښتي چې د کابل ښاريانو لپاره د اختر د رارسېدو په مناسبت د بازارونو، عيدګاوو او جامع جوماتونو د امنيت لپاره جدي اقدامات ترسره کړي چې کابل ښاريان د اختر خوشحالۍ په آرامه او امنه فضا کې تېرې کړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته