خبرونهټولنه

کابل ښاروالي د لوی اختر د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر او پلور ځایونه مشخص کړل

چنګاښ ۱۳مه، باختر
کابل ښاروالي د لوی اختر د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر او پلور ځایونه مشخص کړل.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست سرپرست قاري وسیع الله زاهد نن په همدې تړاو جوړي شوې غونډې ته وویل چې کابل ښاریان کولای شي د لوی اختر د قربانۍ لپاره څاروي د ښاروالۍ له لورې په ټاکل شویو ځایونو کې واخلي.
د نوموړي په خبره د ښار په شمال زون کې د مزار هډې ته نږدې د امنیتي کمربند د تلاشۍ ترڅنګ، په سویل زون کې پخواني بالاحصار ته څېرمه د کول حشمت خان سیمه، په ختیځ زون کې د قلعه زمان خان سړک پر مسیر د الوخېلو سیمه، په لویدیځ زون کې د دارالامان ماڼۍ او د عدلیې وزارت ترمنځ د 111 مې لوا ترڅنګ او همدا رنګه په کمپنۍ کې د ګنج سیمه د لوی اختر د قربانۍ لپاره د څارویو د پلور او پېر سیمې ټاکل شوې دي.
زاهد همدا رنګه وویل: هیڅوک حق نلري، چې د ټاکل شویو سیمو پرته د ښار په نورو برخو کې څاروي وپلوري او په وینا يې له سرغوړونکو سره به جدي چلند وشي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د قربانۍ د اخیستلو پرمهال دې پاملرنه وشي چې څاروي د کانګو پر ناروغۍ اخته نه وي.
د سرچینې په وینا، ښه به وي چې په دې اړه له حیواني ډاکټر سره هم سلا مشوره وشي.
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست اداري مرستیال له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د لوی اختر د قربانیو په پایله کې رامنځته شوي کثافات او خځلې دې په خپل سره په لارو او کوڅو کې نه اچوي، بلکې د یاد ریاست ټاکل شویو کارکوونکو ته دې يې وسپاري چې د کثافاتو ځانګړیو ټوکریو ته انتقال او له ښار څخه و ایستل شي.
نوموړي د ښار په پاکوالي کې د ښاریانو ونډه او همکاري اړینه وبلله او ويې ویل چې کابل ښاروالي د خپل تشکیل د کموالي له کبله نشي کولای چې په یوازې توګه ښار پاک وساتي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې به د لوی اختر په ورځو کې د کابل ښار په بیلا بېلو برخو کې د قربانۍ لپاره څاروي پلورل کېدل، چې په دې کار سره به نه یوازې د ښار ښکلا او پاکوالي سخت زیانمنېده، بلکې په ښار کې به یې ګڼه ګوڼه هم ډیره او د تګ راتګ پرمخ به یې ستونزې زېږولې.
افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته