کابل، د چنګاښ١۲مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې د باغ قاضي په څلور لارې کې د ميلاد کابل څلي د ترميم او روښانولو کارپيل کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رييس قاري ولي ګل جواد وويل چې د ښار ښکلا پروګرام په دوام داځل د نيکمرغه لوى اختر د را رسېدو په مناسبت د دغه څلي د ترميمولو کار پيل شوی، چې د ترميمولو او رنګولو ترڅنګ څراغونه يې هم روښانه کېږي.
هغه وويل چې د ښار ښکلي کول د ارزښتونو پرساتې سربېره د سالم ښاري چاپيريال احيا او ساتنه کوي او د خلکو په نظر مثبته ښکلا رامنځته کوي.
هغه څرګنده کړه کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د ښار په مهمو سيمو کې ښکلا را منځته کړي او د ښکلا پروګرام د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې اجرا شي.
د يادونې وړ ده چې د ميلاد کابل څلى ٣٠ متره لوړوالى لري او په پورتنۍ برخه کې د کابل ښاروالۍ نښان شتون لري او دغه څلی په ١٣٩١ کال کې د کابل ښاروالۍ له خوا جوړ شوى دی.
\ ذ