کابل / دغبرګولي١٠ مه / باختر
کابل ښاروالۍ په ښار کې د نظم جوړولو په مقصد د کابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د پل سرخ سيمې پر ګرځنده پلورونکو د غير متحرکو کراچيو د ويشلو بهير پيل کړ.
د کابل ښاروالۍ د مسوولينو د څرګندونوله مخې؛ د ګرځنده پلورونکو د خوندي فعاليتونو د دوام لپاره د غيرمتحرکو کراچيو ويشل يوه سنجول شوې طرحه ده.
دغه طرحه په ښارکې د ګڼې ګوڼې د کمښت په مقصد جوړه شوې ده چې د ښار په ګڼ ميشتو سيمو کې د تطبيقولو په حال کې ده او د اړتيا له سنجولو وروسته او د ناحيو په ګڼ مېشتو سيمو کې د دغه شان زياتو کراچيو په ويشلو سره به خلګ ډېر ژر د مثبتو بدلونونو شاهدان وي.
\ ج