خبرونهټولنه

کابل ښاروال: په سلګونو جریبه دولتي ځمکه له غاصبانو بېرته اخستل شوې ده

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د کابل ښاروالۍ مسوولینو د دغې ادارې ۵ میاشتو فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوڅ نن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه د ښاري خدمتونو، د عوایدو د راټولولو، تنظیف، د ژوندانه چاپیریال، سمسورتیا جوړولو، د ښاري نظم او د عامه پوهاوي په برخو کې متمرکز و او زیاتې لاسته راوړنې لري.
د مولوي بلوڅ د څرګندونې له مخې، د کابل ښاروالۍ د هلوځلو په پایله کې زیاتره کانکرېټي خنډونه له ښار څخه وېستل شوي او ۹۰عمومي تګلوري د تګ را تګ پرمخ پرانیستل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د استوګنې د۲۴ ښارګوټو تخنیکي سندونه څېړل شوي او د ۵۹۱ ودانیو د جوړولو فعالیتونه بند شوي دي.
کابل ښاروالۍ وایي چې په تېرو ۵ میاشتو کې د شنوساحو په ګډون په سلګونو جریبه ځمکه او دولتي جایدادونه چې ارزښت یې څه د پاسه یوملیارده افغانیو ته رسېږي له غاصبینو بېرته نیول شوې ده.
کابل ښاروال وایي چې دغه ښاروالۍ د عوایدو د راټولولو په برخه کې یې زیاتې لاسته راوړنې لري.
د هغه په وینا په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل ښاروالۍ ټول عواید څه د پاسه دوه ملیارده افغانیو ته رسېږي، چې د تېرکال په نسبت ۴۰۰میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیي.
مولوي عبدالرشید بلوڅ د تنظیفي خدمتونو په اړه وویل چې کابل ښاروالۍ په تېرو ۵ میاشتو کې څه د پاسه ۲۳ زره ټنه کثافات له ښارڅخه راټول او لېږدولي دي او د ۳۰۰کیلومترو په اوږدوالي ویالې پاکې کړې دی.
د کابل ښاروال وویل: د وزیر آباد کانال چې ۷ کیلو متره اوږدوالی لری په بشپړه توګه بند او له کثافاتو ډک و د دغې ادارې د تنظیف ریاست د کارکونکو په هلوځلو پاک شوی دی.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي چې دغه اداره د جوړولو او بیارغونې او د سړکونو د قیرکولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
بارکزي وویل د مرمرو ډبرو د تولید فابریکه د کابل ښاروالۍ په نوښت جوړه او فعالیت یې پیل کړی چې کولای شي دغه ادارې ته د عوایدو ښه منبع وي.
هغه زیاته کړه چې د کابل ښار د ځینو سیمو په ګلدانونو کې د قطره یې خړوبولو سیستم تطبیق شوی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کال کې به ۱‍۲۰زره نیالګي د کابل په ښار کې کېښودل شي.
د کابل ښاروالۍ ویاند وویل چې د دغې ادارې د پروژو د داوطلبۍ بهیر په شفاف ډول ترسره کېږي، چې تراوسه پورې ۲۵ پروژې د تدارکاتو له لارې داوطلبۍ ته سپارل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په کابل کې د ښاري خدمتونو وړاندې کول تل د حکومت د لارې پر سر له اساسی پرتو چلنجونو څخه و ښاري بې نظمۍ، د هواککړتیا، د غیرمعیاري ودانیو جوړول، د غیرپلاني ساحې پراختیا او د زورواکو له خوا د دولتي جایدادونو او د شنو ساحو غصبول د کابل ښار له اساسي ستونزو څخه و خو اوس د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ستونزو د لرې کولو لپاره یې منظمې هلې ځلې پیل کړې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته