سیاست

کابل ښاريان ددوديزي لويي جرګي دبرخه والو دګټورو نظريو په تمه دي اوله امنيتي ځواکونو څخه يې قدرداني وکړه

کابل ښاريان هيله کوي چې د دوديزي لويي جرګې نتيجي دهيواداوخلکو راتلوونکې دنيکمرغي اوترقي په لور رهنمايي کړي.

دغه راز دغو ښاريانو ددوديزي لويي جرګي دبريالي جوړولو په خاطر دامنيت په تامينولو کې دامنيتي مرکزونو دمسوولينو قدرداني وکړه او ددوى پرله پسي هلې ځلې يې دخلکو اوهيواد دامنيت دساتلو په لاره کې دامنيتي ځواکونو دځواکمنتيا ښکارندوى بولي .

دکابل ښاري اوسيدونکي عبدالمالک دباختراطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل ددوديزي لويي جرګي له برخه والو څخه غواړم دهيواد دروانو حالاتو دمسلو په اړوند دملي ګټو اوديني ارزښتونو په لوړ درک سره خپلې نظريې وړاندې کړي.

ده دغه راز له امنيتي ارګانونو اومسوولينو څخه په قدرداني سره يادونه وکړه او څرگنده يې کړه سره له دې چې ددولت وسله والو مخالفينو دجرګي دجوړولو په ورځو کې دامنيت دګډوډولو په خاطر زيات تبليغات کړي و خو دهيواد دامنيتي ارګانونو په چوکاټ کې دهيواد ر ښتينو بچېانو کولاى شول امنيت تامين کړي .

دکابل پوهنتون محصل احمد جاهد په دې باور دي چې نن هر افغان وګړي کولاي شي دهيواد دمسلو ښه اوبد تفکېک کړي اودخلکو دښه برخليک په خاطر فکر وکړي . احمدجاهد چې دباختر داطلاعاتي ا ژانس له خبريال سره يې خبري کولي وويل دافغان ملت مشرانو په دوديزه لويه جرګه کې گډون کړي دي په دې درک سره چې دهيواد او ملت برخليک طرحه دي بايد ښه او ګټوري نظريې وړاندې کړي چې دهغو له مخې جمهوررييس کولاي شي هيواد دسولې ، ترقي او هوسايي په لور سوق کړي. اوپه پاى کې دهيواد دتاريخي او مهمو طرحه شويو موضوعګانو موافقي ته چې دټول ملت ملاتړ ولري ورسيږي.

ده دغه راز وويل ، دکابل دامنيت په تامينولو کې دامنيتي ځواکونو برياليتوب چې په دې شپو او ورځو کې چې دقسم خوړلو دښمنانو له چلنج سره مخامخ دي دپاملرنې وړ وباله ددغو ځواکونو برياليتوب ثابتوي چې يو موټي افغان ملت په پيوستون سره کولاي شي دهر راز دسيسو چې دافغانستان ددښمنانوله خوا سازمان ورکول کېږي مخه ونيسي .

دسيلودافشارو اوسيدونکې محمدياسين وويل چې دلويي جرګي له جوړولو مخکې په خپلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو غوڅ چلند ليدلي و. او ده هيله درلوده چې دښمنان ونشي کړي هيڅ راز تروريستي عمل چې دخلکو دوژنې باعث کېږي ترسره کړي .

ده وويل ، چې دامنيتي مرکزونو له مشرتابه اودهيواد دامنيتي ارګانونو له هرمنسوب څخه مننه کوي او هيله لري چې دچارو مسوولين دي دتل لپاره دخلکو ددښمنانوپه وړاندې دغه شان تحرکات په پام کې ولري .

دکابل ښار دغه اوسيدونکې ددوديزي لويي جرګي له برخه والو وغوښتل چې دنورو ملاحظاتو پرته اودخلکو داوسني حالاتو په پام کې نيولو سره په هغو موضوعګانو تمرکز وکړي چې د جمهوررييس له خوا هغو ته اشاره شوې ده چې عملي کېدل دافغانستان دخلکو دردونه او کړاونه پاى ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته