سیاستخبرونهTOP

کابل کې د جاپان سفير: جاپان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد نديم نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره وکتل.
د جاپان سفیر په دغه کتنه کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه مالومات ورکړل او ویې ویل چې کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو ته يې سفرونه کړي او نورو ولایتونو ته هم د سفرونو پلان لري.
نوموړي همدارنګه د افغانستان په اړه د دوحې ۳مې ناستې ته په اشارې سره وویل چې د جاپان حکومت به نړۍ له افغانستان سره تعامل ته وهڅوي او زیاته یې کړه، چې هېواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی، د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته یې درناوی لري.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو له کبله مننه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه مختلفو ولایتونو ته د جاپان د سفیر سفرونه وستایل او زیاته ئې کړه، چې سفير کولای شئ د سفرونو پر مهال د افغانستان له پوهنتونونو هم لیدنه وکړي او په پوهنتونونو کې مثبت بدلون له نیږدې وګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته