![Img 20240627 Wa0012](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240627-WA0012-780x470.jpg)
کابل، د چنګاښ۷مه، باختر
کورنیو چارو وزارت کابل کې په نشه یي توکو د ۳۲ روږدو کسانو د درملنې او خپلو کورنیو ته د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې څه موده وړاندې ۳۲ روږدي له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو چې په امېد حمایوي کمپ کې له بشپړې روغتیا وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
خبرپاڼې کې دغه راز راغلي، چې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ۸۴ نور روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه کمپونو ته لېږدول شوي دي.