کابل ، د غوايی ۳۱ مه ، باختر
د کابل امنیې قومندانۍ وايي په تېرو ۲ اونیو کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه څلور غلا شوي موټر پیدا او بېرته یې خپلو خاوندانو ته وسپارل شول.
یاد شوي موټر د ښار د دویمې، پينځمې ، لسمې او یوویشتمې حوزې په اړوندو سیمو کې غلا شوي وو، چې د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې پیدا او نن رسما بېرته خپلو مالکینو ته وسپارل شول.
د دغو غلاشوو موټرو په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي او د څېړنو په موخه اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.
هېره دې نه وي چې امنیې قومندانۍ د کابل ښاریانو لپاره د ۱۰۰ وړیا شمېره فعاله کړې ده چې ښاریان د غلاوو، تښتوونو او نورو جنايي پېښو پر مهال له امنیتي قومندانۍ سره په وړیا او آسانه توګه اړیکه نیولای شي.
افغانمل