سیاستخبرونهامنیتاقتصادټولنهTOP

کابينې د جمهوررييس غني په مشرۍ غونډه وکړه

کابل/ د چنګاښ ۲۶مه/ باختر

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت ټینګار وشو چې د اختر په مراسمو کې دې د سرتېرو نوم او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقام او سرښندنو ستاینه وشي.

همداراز د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو کورنیو په ځانګړي ډول د کاپیسا ولایت د مرستیال شهید عزیز الرحمن تواب، په کندهار ولایت کې د جیساک معاونیت ټیم مرستیال شهید ډګروال محمد صدیق کرزي، د رویټرز خبري اژانس خبریال او عکاس دانش صدیقي  او نورو نوم ورکو قربانیانو سره غمشریکي وشوه او اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د یادو پېښو کورنیو او ټپیانو ته رسیدګي وکړي.

په دې غونډه کې د قاطع مدیریت او تصمیم نیولو، د سلسله مراتبو رعایت کولو، د ولایتي مسوولینو د همغږۍ او لوړې روحیې چې په ښارونو کې د دښمن د بریدونو دفع کولو لامل شوي دي، د یادولو ترڅنګ ټینګار وشو چې د والیانو او کارنېزونونو د هڅو او نوښتونو چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو شاهدان وو، ستاینه وشي.

په همدې ترتیب، له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي ډګر د مسوولیت لېږد او په یاد هوایي ډګر کې د موجودو وسایلو او امکاناتو په اړه معلومات ورکړل شول او وویل شول چې له دې هوایي ډګر څخه د هر اړخیزې استفادې په اړه دې له اقتصادي او ټولنیز اړخه منظم پلانونه ترتیب شي.

په دې غونډه کې د ملکي هوایي چلند ادارې له مخکېني او اوسني رئیس څخه د خوست هوایي ډګر د چارو چټکولو او پرانیستو او همداراز د بهرنیو چارو وزارت له رهبرۍ او کارکوونکو، په اوزبیکستان کې د مېشتو افغان ډیپلوماتانو او اوزبیکستان ته په ښه ډول د جمهوررئیس د سفر تنظیمولو له امله د جمهوري ریاست د تشریفاتو کارکوونکو مننه وشوه.

وروسته «مرکزي او جنوبي اسیا: سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې» بین المللي کنفرانس کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته د جمهوررئیس  سفر، د دې سفر په حاشیه کې د اوزبیکستان جمهوررئیس سره د کتنې او د چین جمهوررئیس سره د ټلیفوني تماس، د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړي پلاوي، د پاکستان لومړي وزیر، د انګلستان دولت وزیر، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، د هند د بهرنیو چارو وزیر او د ګمرکونو نړیوال سازمان سکرترجنرال سره د کتنو او د اړیکو نوي فصل د پیاوړتیا څرنګوالي او دوام، اقتصادي، انکشافي او بشري همکاریو، د ډیجیټلي کولو پروسې چټکتیا، له ترورېزم سره د مبارزې څرنګوالي، د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې مذاکراتو بهیر چټکتیا او د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا؛ همداراز د چین له دولت څخه په نږدې راتلونکې کې له افغانستان سره د کرونا یو میلیون ډوزه واکیسن د مرستې ژمنې په اړه معلومات وړاندې شول.

په همدې ترتیب په یاد بین المللي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د وینا په اړه توضیحات ورکړل شول چې موږ څرګند نیت، اراده او برنامه لرو، له بین المللي ترورېزم سره مبارزه کوو، نه غواړو افغانستان د نړیوالو لوبو ډګر شي، موږ سیاسي حللارې ته ژمن یوو، خو د زور پر وړاندې سر نه ټیټوو او له پاکستان څخه غواړو چې د پایداره سولې راوستو په برخه کې له افغانستان سره د رښتیني عمل لپاره هڅه وکړي.

د کابینې په دې غونډه کې د ۱۴۰۰ مالي کال د وسط بودجې ارزونه له وړاندیز شویو تغییراتو وروسته په مجموعي ډول  ۵.۴۴۸  میلیارد افغانۍ تایید شوه چې له هغې ډلې  (۳۱۷.۹۰۹) میلیارده افغانۍ عادي او (۱۳۰.۵۸۰) میلیارده انکشافي بودجه جوړوي چې د دې تغییراتو مطابق، د عادي بودجې په مختلفو کوډونو په ځانګړي ډول د متقاعدینو د معاشونو ورکړې او د ټیټ رتبه کارکوونکو په معاشونو کې د دوه زره افغانیو زیاتوالی چې د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اجرا کېدو وړ دی، راغلي دي او همداراز په انکشافي بودجه کې پر موجودو اړتیاوو سربېره دولت ته د هوایي ډګرونو د مسوولیت لېږد پروژې د لګښت، د ډیجیټلي کولو او الکترونیکي حکومتولۍ په څېر یو شمېر نوي فعالیتونه هم شامل شوي دي.

همداراز په دې غونډه کې د حکومت لومړیتوب لرونکې اته انکشافي برنامې ( د روغتیا، پوهنې، ولسي تړون، اوبه او د طبیعي منابعو مدیریت، مالي سکتور، د اساسي زېربناوو ملي برنامه، انرژي او استخراجي صنایع او د حساب ورکولو ملي برنامه او ډیجیټلي کولو برنامه) چې ډېری یې له موجودو غیر اختیاري پیسو څخه تمویلېږي، اعلان شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته