سیاستخبرونه

کاناډا د اسلامي امارت  پر وړاندې خپل دریځ بدلوي

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د کاناډا په دولت پورې تړلو خبرځایونو ویلي دي، چې ښايي دغه هېواد د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي.

نړیوالو خبر ځایونو د کاناډا د نړیوال پراختیا د وزیر له خولې ویلي دي، ( ښايي د افغانستان خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د برابرولو په مقصد د طالبانو ضد قوانین بدلون وکړي.)

اوس کاناډا له نورو لویدیځو هېوادونو او امریکا سره د افغانستان د اسلامي امارت په وړاندې یو شان دریځ لري او د کاناډا د نړیوال پراختیا وزیر هارجیت سنګ ساجن اعلام کړی دی، ( ښايي د دغه هیواد د طالبانو ضد قوانین د افغانستان خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د برابرولو په مقصد بدلون وکړي.)

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناروې استازی چې په دوحه کې خپل کار ته دوام ورکوي وايي، که چېرې د افغانستان کنګل شوي پیسې آزادې شي د افغانستان اقتصاد به وده وکړي.

هغه د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادول د بانکي برخې د ودې لپاره مهمه بولي.

دغه انعطاف منل په کورنیو او نړیوالو اړخونو کې د اسلامي امارت پر پیاوړو پروګرامونو دلالت کوي، په کورني اړخ کې اسلامي امارت د امنیت د تامینولو لپاره اغیزمنې هلې ځلې کړې دي، چې اقتصادي او تجارتي فعالیتونو ته وده ورکوي او په نړیوال اړخ کې هلې ځلې کېږي چې اسلامي امارت له نړیوالې انزوا څخه ووځي، د اسلامي امارت ديپلوماسي د دې سبب شوې ده چې د افغانستان په نسبت نړیوال نظر بدلون وکړي او اسلامي امارت د یو مشروع حکومت په توګه په افغانستان کې ومنل شي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته