خبرونهټولنه

کاپيسا کې اړمنو کورنيو نغده مرسته ترلاسه کړه

کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر

د UNHCR  او د  WSTAموسسې د کاپیسا د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت په همکارۍ پر۴۳۸ بې ځایه شویو کورنیو نغدې پيسې ووېشل شوې.

د کاپیسا د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمر مولوي حمدالله شهید زاده حقاني د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه کورنۍ د بغلان، فاریاب، کندز، کابل، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، نورستان، سمنګانو، پروان او تخار له ولایتونو څخه په کاپیسا کې ځای پرځای شوې دي، چې د يادو مؤسسو له لوري پر هرې کورنۍ ۴۲۰ امريکايي ډالر ووېشل شول.

د کاپیسا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس له مرستندویو موسسو څخه مننه وکړه او په دغه ولایت کې يې د زیاتو مرستوغوښتنه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته