سیاست

کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د عدم انسلاک غورځنګ غړو هېوادونو په ناسته کې د جمهورريیس محمد اشرف غني د وینا د متن ژباړه

کابل/ د غویي ١٦ مه / باختر
د بښوونکي او مهربانه خدای په نامه
جمهورريیس الهام علي اوف، د دولتونو او حکومتونو جلالتماب مشرانو، د سازمانونو او پلاویو ريیسانو
د کویډ ۱۹ ویروس خپرېدل یوه غیر عادي پېښه ده چې زموږ له یو بل سره تړلې نړۍ یې اخلال کړه او زموږ په ټولنو کې د چلند او ژوند معمولې طریقې یې مختل کړې.
په همدې اساس، هغه ځانګړې ځانګړنې چې د کرونا ویروس اغېز رامنځته کړي، په ټوله نړۍ کې په راتلونکې پراخه بې باوري ده. موږ ښایي هېڅکله د دې اغېز پېچلتیا درک نه کړو، خو د کرونا ویروس تر خپرېدو وړاندې او وروسته تاریخ به په یاد ولرو.
له دې وبا څخه پېښ شوي پراخ زیانونه او زموږ پر ژوند او معیشتي وضعیت یې پراخ اغېز ورځ تر بلې روښانه کېږي. له بل لوري، کرونا علمي توانایۍ او طبي متخصصین په بېساري ډول له خنډونو سره مخ کړي دي.
د دې مخرب او مختل کوونکي اغېز کچه او محدوده، د خطرونو منلو، د پیوستون روحیې روزلو، د شهروندۍ اړیکو پیاوړتیا او په سیمه ییزه او بین المللي کچه د همکاریو پر اساس د ستراتېژیو پیلولو له لارې یو ځواکمن ټولیز ځواب ته اړتیا لري.
د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره یووالی او همغږي لازمه ده. په بله وینا، د دې وبا د کنټرول او مهار لپاره، د بشري ټولنو په کچه همغږي او یووالي ته اړتیا ده. موږ په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ قربانیانو سره خپله همدردي او پیوستون څرګندوو او په دې شېبو کې د هغوی ترڅنګ ولاړ یوو. موږ د طبي متخصصینو د قهرمانانه هڅو ډېره زیاته قدرداني کوو او په ټوله نړۍ کې پر دې نړیوالې ستونزې د بریالي کېدو لپاره د کرونا واکسین جوړولو په برخه کې د نړۍ په کچه د علمي ټولنو ملاتړ کوو. د دولتونو او حکومتونو د مشرانو په توګه د ملکي کارکوونګو په څېر زموږ دنده ایجابوي چې له اوسني درد او رنځ څخه زیات فکر وکړو او په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د ارامۍ، ښه والي او بېرته نورمال وضعیت ته د هغوی د ستنولو لپاره د خپلو خلکو او بشر د توقعاتو پوره کولو په موخه لازم یووالی او همغږي رامنځته کړو.
د عدم انسلاک ماهیت ته د درناوي لپاره لازمه ده چې کویډ ۱۹ سره د مقابلې لپاره د ملي او څو اړخیزه همکاریو په موخه لازم انسجام او همغږي رامنځته کړو او بېوزلۍ، لوږې، محرومیت، نابرابرۍ او بې ثباتۍ سره د مبارزې په برخه کې د عدم انسلاک غورځنګ د ټولیزو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره قوي اراده ولرو. له هغه ځایه چې کویډ ۱۹ خپرېدو څخه راپورته شوې وېرې او وهم بشر پرېشانه کړی، اړتیا ده چې د موضوع استعجالیت ته په پام د کویډ ۱۹ پر ستونزو د بریالي کېدو لپاره منسجم اقدامات وکړو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د غوره مدیریت او رهبرۍ لپاره، موږ پنځه مرحلې چې اعتراف، فلاکت، ارامي او بېرته عادي وضعیت ته ستنېدل په کې شاملېږي ترسیم کړې، البته په دې فرضیې چې د هرې مرحلې موده، د ویروس د خپرېدو د اغېزو کچه او اندازه او پر وړاندې به یې د خلکو ځواب نامعلوم وي. پراخو مشورو، د ټولنیزې اسیب پذیرۍ پېژندنه برابره کړه او له دولت څخه د خلکو توقعات یې روښانه کړل.
هممهاله په مارکېټ کې له دخیلو اړخونو سره په کار، موږ د غذایي خوندیتوب پر تامین او د عرضې او ارزښت زنځیرونو له فعالولو څخه د ډاډ لپاره د افغانستان له نږدې او لرې ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ تمرکز وکړ. د دولت د کارکوونکو او د حکومت د منتخبو مقاماتو د شاملولو لپاره له ټکنالوژۍ څخه استفادې، موږ ته زمینه برابره کړه چې د توقعاتو کچه درک کړو او د برنامو په طرحه کولو او د نویو منابعو په تخصیص سره، خپله پاملرنه په عامه پوهاوي، د ارامۍ مرحلې ته رسېدو او بېرته عاي وضعیت ته په ګرځېدو، سیمه ییز اتصال او نړیوال مشارکت او پیوستون په ګډون موضوعاتو متمرکزه کړو. 
له هغه ځایه چې د هر هیواد، سازمان او اشخاصو نوم اخیستل چې له موږ سره یې مرسته کړې، وخت نیسي، اجازه راکړئ د ټولو هغو له همکارۍ څخه په داسې وخت کې چې نړۍ او سیمې مرستو ته اړتیا لرله، مننه وکړم. دې ته په پام چې موږ لا تر اوسه د عامه پوهاوي او اعتراف په مرحلو کې یوو، د وړاندوینې قصد نه لرو، خو غواړو خپله ټوله پاملرنه د احتمالي فلاکت او ورپسې د ارامۍ او عادي وضعیت ته د ګرځېدو  په مرحلو متمرکزه کړو.
په تاسف، اوسنۍ جګړې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي پر وړاندې زموږ پر متمرکزو هڅو سیوری غوړولی، ځکه چې طالبانو تر اوسه د بشردوستانه اوربند لپاره زموږ وړاندیز ته لبیک نه دی ویلی. موږ د عدم انسلاک غورځنګ ټولو غړو څخه غواړو چې له طالبانو وغواړي چې له دې بې معنی تاوتریخوالي لاس واخلي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات راوړلو لپاره په یوې سیاسي پروسه کې شامل شي.
کرونا ویروس عادتونه، نورمال وضعیت او په محلي، ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سازمانونو او بنسټونو،  مؤثریت او مثمریت لپاره زموږ وړاندوینې ګډې وډې کړې دي. کویډ ۱۹ د دویمې نړیوالې جګړې هومره مختل کوونکی او خنډ جوړونکی دی، په همدې اساس له هغه څخه په راپورته شویو اغېزو د بریالي کېدو لپاره، اړتیا ده چې د بین المللي او سیمه ییزو بنسټونو او سازمانونو په ظرفیت او وړتیا چې د شلمې پېړۍ په منځ کې او تر قطبي شويو لسیزو وروسته خنډونو سره د مبارزې لپاره طرحه شوي وو، بیا کتنه وشي.
موږ د افغانستان خلک چې له څلویښتو کلونو جګړې، قطبي لوبو او نیابتي جګړو څخه ځورېدلي یوو غواړو چې هیواد مو د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو په بستر بدل کړو. په دې لویه هڅه کې له موږ سره یو ځای شئ.
اجازه راکړئ زموږ د یو ځای کولو لپاره له جمهوررئیس علي اوف او د سارک سازمان غړو هیوادونو ویډیو کنفرانس جوړولو لپاره له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه په مننې خپلې خبرې پایته ورسوم. موږ له کویډ ۱۹ سره د ټولیزې مبارزې او د یوې غوره نړۍ لپاره د برنامه جوړونې په موخه دغه ډول ناستو او راټولېدو ته اړتیا لرو.پاى- ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته