خبرونهورزش

کرکټ: دويمه نيمه پايلوبه د استراليا او پاکستان ترمنځ ده

نړيوالي خبري سرچینې / د لړم ۲۰مه / باختر

د کرکټ نړيوال شل آوريزجام دويمه نيمه پايلوبه نن د استراليا او پاکستان ترمنځ ده.

دا لوبه د افغانستان په وخت نن ماښام شپږ نيمې بجې په دوبی کې ترسره کېږي.

پرون په لومړۍ نيمه پايلوبه کې نيوزليند انګلستان ته په ۵ ويکټو سره ماتې ورکړه.

د کرکټ نړيوال شل آوريز جام پايلوبه د راتلونکي يکشنبې په ورځ په دوبی کې ترسره کېږي.

پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته