سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کرېکټ؛ افغانستان هیله منده اسټرالیا ناهیلې کړه

تبصره

کابل، د چنګاښ ۵مه، باختر 

استرالیا، چې تېره شپه له هند څخه تر ماتې خوړلو وروسته ناهیلې وه، د افغانستان او بنګله دېش تر مهمې لوبې وړاندې یې ټولې سترګې بنګالیانو ته وې، چې ګوندې افغانستان مات کړي او دوی ته تر نیمه پایلوبې لاره برابره شي او د همدې لپاره یې بنګله دېش ته په خطاب کې پر فسبوک لیکلي وه (راځئ زمریانو!)

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه د روان نړیوال جام تر ټولو په زړه پورې او د درې ټیمونو(افغانستان، اسټرالیا او بنګله دېش) لپاره برخلیک ټاکوونکې وه، خو چانس له افغانستان سره یاري وکړه او د راشد خان او نوین الحق د بې رحمه توپ اچونې پر مټ یې وکولای شول نیمه پایلوبې ته د اسټرالیا د تګ او د بنګله دېش د وروستۍ لوبې د بریا مخه ډب او هیلې یې ورته په اوبو لاهو کړي.

افغانستان د روان نړیوال جام له پیل راهیسې پایلوبې ته جوړ ښکارېده او همداسې وشول، اوس نو له افغان لوبغاړو د کریکټ د مینوالو هیلې لاپسې زیاتې شوې او بله مهمه خبره دا ده، چې اوس نو په نیمه پایلوبه کې د افغانستان سیاله لوبډله سویلي افریقا هم خپل چمتووالي کې له سره غور کوي او ښایي د افغان لوري پر وړاندې لاډېر چمتووالی ونیسي.

نو افغانستان ته پکار ده، چې نیمه پایلوبه کې سویلي افریقا ته د بیخي سخت ټیم په سترګه وګوري او داسې تیاری ورته ونیسي، چې لوبه لکه د نن په شان د زړه خوراک او سختوالي لور ته لاړه نه شي.

دا د افغانستان لپاره ډېره د ویاړ خبره ده، چې د خپل کریکټ په کم عمر کې سترو لوبډلو ته ماتې ورکوي او په داسې یوه مهم ټورنمنټ کې تر نیمه پایلوبې پورې رسیږي.

د افغانستان د لا ډېرو بریاوو په هیله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته