تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کمال خان بند، د ګڼو نورو کارونو پیلامه

کابل / د وري ۵ مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني پرون کمال خان بند پرانیست. په دغه ویاړ هلته پرتمین مراسم جوړشوي وو. دا د نیمروزیانو لپاره یو ستر جشن و؛ خو نه یوازې د نیمروزیانو لپاره؛ بلکې د ټولو افغانانو لپاره. کمال خان بند په نیمروز کې د ګڼو نورو کارونو پيلامه ده. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
جمهوررییس محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل چې کمال خان بند وسیله ده او اصلي هدف د نیمروز آبادي، زرغونتیا او پرمختګ دی او کمال خان بند دغه هدف ته د رسېدو وسیله ده. نیمروز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پراخې ځمکې لري؛ خو دا ځمکې شاړې دي او اوبه نه لري. خبره داسې نه ده چې اوبه نشته؛ اوبه شته؛ خو موږ دا اوبه تراوسه مدیریت کړي نه دي او ګاونډي هېواد ته ځي. د نیمروز دښتې اوبه نه لري او شاړې دي؛ خو د هلمند اوبه ګاونډي هېواد ته روانې دي او هلته آبادي ده.
اوس کمال خان بند جوړ شو؛ خو نورو کارونو ته هم اړتیا ده. کمال خان بند یوه زېربنایي پروژه ده او د دغې پروژې د بري لپاره باید نور جوړښتونه رامنځ ته شي. په ځانګړي ډول د اوبو کانالونه او ویالې. د بند اوبه باید د یو منظم میکانیزم له لارې شاړو ځمکو ته ورسول شي. په دې برخه کې یو هراړخیز پلان ته اړتیا ده. لکه جمهوررییس چې ویلي دي کمال خان بند وسیله ده اوس دا وسیله برابره شوې ده، باید سمه او اغېزمنه ګټه ترې واخیستل شي. غوره دا ده چې د کرنې وزارت د اوبو له خپلواکې ادارې سره په ګډه او له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د نیمروز د آبادۍ لپاره یو هراړخیز پلان جوړ کړي. په دغه پلان کې باید د کانالونو او ویالو جوړول، د خړوبولو د معاصر او پرمختللی سیستم رامنځ ته کول، د شاړو ځمکو آبادول، د باغونو جوړول، د پارکونو جوړول او نور شامل وي. همدارنګه نورو جوړښتونو ته هم اړتیا ده لکه سړکونه او نور اړوند ترانسپورتي جوړښتونه. دغه راز د یو ملي پارک د جوړولو موضوع هم مطرح شوې ده. باید پر دغه پارک ژر کار پيل شي.
لنډه دا چې موږ باید نیمروز د آبادۍ او زرغونتیا یوه بېلګه کړو، موږ باید نیمروز د معاصرې او پرمختللې کرنې یوه بېلګه کړو، موږ باید د کرنې صنعتي کول له نیمروزه پیل کړو، موږ باید د معاصرې بڼوالۍ بهیر له نیمروزه پیل کړو. دغو موخو ته د رسېدو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده. اوس باید مرکزي حکومت د نیمروز له سیمه ییزې ادارې سره په ګډه دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار وکړي. لکه پورته چې وویل شول یو پراخ، هر اړخیز پلان ته اړتیا ده. په دغه پلان کې باید د نیمروز لپاره د کمال خان بند له پرانیستو وروسته لنډمهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي هدفونه راغبرګ شي. اوږدمهالی هدف روښانه دی: نیمروز باید بېرته خپل لرغونی عظمت ترلاسه کړي او د آسیا د غلې کندو شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته