ورزش

کندز د ولایتونو په منځ کې د رزمي ورزشونود سیالیو اتل شو

کابل/د مرغومي ۲۵مه/باختر
کندزد ولایتونو په منځ کې د رزمي ورزشونود سیالیو اتل شو.
د کندز ورزشکارانو په دې سیالیو کې د سرو زرو ۴مډآلونه ، د سپینوزرو ۲مډآلونه ، ۴کمربندونه او ۲ کپونه ترلاسه کړل اود دغوسیالیو اتلولی یې وګټله .
د ننګرهار ټیم د سرو زرو د ۴مډالونو اود سپینوزرو د ۲مدالونو په ترلاسه کولو سره د دغوسیالیو دویم مقام وګاټه.
د بلخ ټیم د سرو زرو د۲مډالونو،د سپینو زرو یوه مدآل او د دووکمربندونوپه ترلاسه کولوسره دریم مقام وګاټه.
په دغوسیالیوکې د بلخ ،کندز،بدخشان،ننګرهار، هلمند، بغلان، اود تخارله ولایتونوڅخه ۷۲ ورزشکارانو ګډون کړې و.
د ولایتونوترمنځ درزمي ورزشونوسیالی د کندز په کوربه توب د خورشید په تمریني لوبغالي کې پيل شوې وې.
د کندز د ورزش د ادارې مسوول محمد قیوم صمیمی باختراژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې اود رزمي ورزشونو د بېلابېلوڅانګو د غوره څیرو د تاکنې په خاطر پیل شوې وې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته