![Ps202407013](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407013-720x470.png)
کابل د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
د کندز د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د نږدې ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت د دوو روغتیايي پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتيا ريیس ډاکټر محمد الله حکمت د باختر آژنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۲۹۰ زره ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې د واکسین خونه او د (یو ان ډي پي) په مالي ملاتړ د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د لابراتوار مرکز لپاره په یوه پوړ کې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
حکمت زیاته کړې چې د لابراتوار مرکز لپاره د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت اړوند عصري او مجهز وسایل هم اخیستل شوي دي.
ورته مهال د کندز اوسېدونکي هم د دغه مرکزونو په فعالېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره د شمال ختیځ زون د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده حل کېږي.