خبرونهTOPټولنه

کندز کې سلګونه قومي شخړې حل شوې دي

کابل، د چنګاښ ۱۰ مه، باختر

د کندز ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د  سیمې د یو مخور کس په هڅو د سلګونه قومي شخړو د حل خبر ورکړی دی.

یاد قومي مشر آغامیر ناصري د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په یاد ولایت کې یې د اسلامي امارت په راتګ سره په خپل شخصي لګښت د قومونو ترمنځ ۲۰۰ کوچنۍ او لویې شخړې حل کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو قضیو کې ۵۰ د وژنې او پاتې نورې یې حقوقي، جنايي او کورنۍ قضیې، چې د نوموړي په هڅو او د قومي مشرانو او دولتي چارواکو په منځګړیتوب حل کړې دي.

په ورته وخت کې د کندز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو لوی مدیر حافظ ذاهدالله هم د خلکو ترمنځ د شخړو د حلولو په برخه کې د ناصري د هڅو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه په کندز ولایت کې د قومي مشرانو په همکارۍ د خلکو ترمنځ د شخړو ۴۰۰ قضیې حل شوې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې اوسمهال په کندز کې ۳۱ قومي شوراګانې ثبت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته