خبرونهامنیتTOP

کورنیو چارو وزارت د تېرې يوې میاشتې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

کابل، د غبرګولي۱۵مه، باختر

کورنیو چارو وزرات وايي تېره یوه میاشت کې يې د جنايي جرمونو او نشه يي توکیو سره د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن رسنیو ته وویل چې تېره میاشت یواځې په پلازمېنه کابل کې تر دوه زره ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي چې یو شمېر يې تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي اورګانونو ته سپارل شوي د یو شمېر نورو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په دې موده کې یې یوشمېر تخریبي او تروریستي پېښې شنډې کړې هم دي.

ټکور زیاته کړه چې په تېره یوه میاشت کې ۸۵۹ جنايي پېښې رامنځته شوې دي ۴۶۹ پېښې کشف شوي۳۹۰ نورې يې تر کشف لاندې دي.

سرچینې زیاته کړه چې په دغه موده کې ټول ټال۴۷۰ میله ډول ډول وسلې، ۲۵ کړۍ ماينونه، ۱۰زره ۴ سوه بېلا بېل ډوله ګولۍ، ۳۰۵ صندوقه مهمات، ۹ عرادې موټر، ۲ میله سټینګرتوغندي او ۲۴ پایې مخابرې د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د کورنیو چارو وزرات ویاند همدارنګه وویل چې په تېره یوه مياشت کې ۸۳۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي، ۱۰تنه اختطافګر له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي او ۳۹ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

ټکور زیاته کړه چې په دې موده کې ۱۲ تنه هېوادوال د تښتونکو له منګولو څخه ژغورل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي او همدارنګه ۱۵ عرادې ورک شوي موټر هم د امنیتي ځواکونو له لوري پېدا او خاوندانو ته يې سپارل شوې دي.

عبدالنافع ټکور همدارنګه وویل چې د کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت هم ګڼې لاسته راوړنې درلودې چې له هغې جملې څخه: ۲۸۷ ځانګړي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې ۳۹۰ تنه د نشه يې توکو قاچاق وړونکي، تر ۲۰ کیلو ګرامه ډیر مورفین، ۵۶ کيلو ګرامه امفتامین، له ۲زره کیلو ګرامه څخه زیات تریاک، ۳ زره کیلوګرامه چرس، ۱۳۰ کېلو ګرامه هېروین، ۳۰۰ لېټره الکولي مشروبات، ۴۷۰۰ قرصه ټابلیټ کا، ۳۳ عرادې موټر او ګڼ نور شیان د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته تر دې دمه ۲۷زره په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دمګړۍ لسګونه کسان د ملي پولیسو په اکاډمۍ کې د ماسټرۍ او لیسانس په کچه پر زده کړو بوخت دي او همدارنګه د هېواد په لسو ولایتونو کې د پولیسو د روزنې مرکزونه فعال دي، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته پکې ۳۵ زرو امنیتي ځواکونو ته مسلکي زده کړې ورکول شوې دي، او ۲ زره تنه نور پکې اوسمهال په مسلکي زده کړو بوخت دي.

هېره دې نه وي چې نوموړي امنیتې ځواکونو ته د یونفورم د ورکړې په اړه هم ډاډ څرګند کړ او په وینايې اوسمهال امنیتي ځواکونو ته د یونیفورم د ورکړې ټول کارونه په تمامېدو دي او په لومړي سر کې به د کابل او کندهار امنیتي ځواکونه په مشخص یونیفورم سمبال شي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته