کابل، د غبرګولي ۲۷ مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت ځواکونو په پروان، کندز، هرات، فراه او سرپل ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه د قتل، غلا او قمار په ګډون د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.
دغه وزارت وايي، چې په پکتيا ولايت کې د امنيتي منسوبينو د عملياتو په بهير کې درې میله ام ۱۶ وسلې او يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
ع