سیاستخبرونهامنیت

کورنیو چارو وزیر: جنوب ختیځ زون کې به د شخړو د هواري لپاره ولایتي کمیټې جوړې شي

کابل ، د ثور ۱۷ مه ، باختر
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وایي، په پام کې لري چې د جنوب ختیځ زون په دریو ولایتونو “پکتیا، پکتیکا او خوست” کې د قومي تربګنیو، بدیو او د تاوتریخوالي د نورو قضیو د مخنیوي، حل او فصل لپاره، د ولایتي چارواکو په مشرۍ کمېټې جوړې کړي. حقاني دغه څرګندونې د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سروخېلو سیمه کې د خپلې پخوانۍ شخړې د حل په پار رابلل شوې سترې جرګې ته وکړې.
د سیمې خلک وایي چې نږدې اويا کاله وړاندې د ارواښاد جلال الدین حقاني کورنۍ د سروخیلو قوم یو تن تېروتنه کې وژلی و؛ خو له هڅو سره سره، په تېرو کلونو کې ورته کومه حل لاره نه وه موندل شوې؛ خو نن یوې سترې جرګې د دواړو ترمنځ روغه جوړه وکړه.
قومي مخورو د حقاني د کورنۍ دغه جسارت،چې یادې کورنۍ ته یې د ګڼو ولایتونو استازي په ننواتې ور وستي وو، وستایه او غوښتنه یې وکړه، چې باید د بښنې دوود په عامه کچه پلي شي.
د ارواښاد حقاني د کورنۍ له لوري،انس حقاني، خلیفه سراج الدین حقاني او ابراهیم حقاني د مقتول له کورنۍ مننه وکړه،چې دوی ته یې بښنه وکړه او ډاډ یې ور کړ،چې دوی به د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په کچه یو ټیم جوړوي، چې قومي شخړې حل کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته