![Ps202406224](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406224-720x470.png)
نړۍ، د چنګاښ ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د سویلي کوریا یونهاپ خبري اژانس خبر ورکړی، چې د تیوډور روزویلټ په نوم د اټومي وسلو د لېږدولو وړتیا لرونکې او د جنګي الوتکو وړونکې امریکایي کیښتۍ د جنوبي کوریا بوسان بندر ته رسېدلې ده.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په پای کې امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په سیمه کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.
دغه پوځي تمرینات په داسې مهال پلان شوي، چې د روانې جون میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین شمالي کوریا کې د دغه هېواد له مشر کېم جونګ اون سره سترتیژیک تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د نور د برید او یا ګواښ په صورت کې له یو بل څخه دفاع کوي.