امنیت

کومانډویانو ۲۸ ملکیان د طالبانو له زندان څخه آزاد کړل

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه ۲۸ ملکیان آزاد کړي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان کومانډو ځواکونو د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ۲۸ ملکیان د طالبانو له زندان څخه آزاد شول او ۶ طالبان هم وژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته