خبرونهفرهنګټولنه

کونړ ته د سېلانیانو ورتلو کې د پام وړ زیات والی راغلی دی

کابل، د چنګاښ ۲۲ مه، باختر
کونړ ولایت چې طبعي ښکلاوو، شنو درو، دنګو غرونو او د بهانده سيندونو شور یې د سېلانیانو پام ځانته اړولی؛ د لوی اختر د څلورو ورځو په اوږدو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه لس زره کورني سېلانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر حشمت الله ژمن وايي، چې د تېرو کلونو سره په جوت توپير یې د سېلانیانو د دقیقې احصایې مالومولو په پار د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې ټیمونه ګومارلي وو،چې هم یې سیلانیانو ته هرکلي او ښه راغلاست وايه او هم یې د لارښوونو بروشرونه پرې ویشل چې سېلانیان د توریستي سیمو په اړه کره مالومات تر لاسه کړي.
د ژمن په وینا، د اختر تر څلورم ماښام پورې لس زره سېلانيان کونړ ته ورغلي دي. په وینا يې، له دریو زرو ډير کونړي سېلانیان د بېلابیلو ولسواليو غریزو سيمو ته تللي دي.
ژمن زیاتوي چې شونې ده د سېلانيانو په دغه شمېره کې زیاتوالی راشي او ګڼ شمېر نور سېلانیان هم کونړ ته ورشي.
ځايي چارواکي وایي چې ډاډمن امنیت د دې لامل شوی چې د کونړ هغه سیمې هم سېلانيان وګوري چې له کونړيانو پرته بل هېوادوال نه وې کتلې.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد پر هره سیمه د امن ټغر خور شوی او هر وګړی کولای شي چې پرته له وېرې او ډار د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته