امنیت

ګرجستان خپل دوه سوه تنه سرتيري له افغانستان څخه باسي

بشکيک باختر دمرغومي څليرويشتمه :
ګرجستان خپل نږدې دوه سوه تنه سرتيري له افغانستان څخه باسي.
دګرجستان دولتي مقاماتو ويلي دي چې دغه سرتيري به په نږدې راتلوونکى کې له افغانستان څخه ووځي.
ګرجستاني سرتيري د امريکايي ځواکونو تر رهبرۍ لاندې په هلمند ولايت کې دنده ترسره کوي .
ګرجستان نږدې يوزرو پنځه سوه شپيته تنه سرتيري په افغانستان کې لري چې زياتره يې د افغانستان  په جنوب کې ديره دي.
په ٢٠٠٤ ميلادي کال کې په افغانستان کې د ګرجستان د سرتيرو د ماموريت له پيل څخه تراوسه پورې د دغه هيواداووه ويشت تنه سرتيري په جګړه کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته