سیاست

ګزارش

کابل باختر دسلواغې ٣٠ مه

افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د یوه باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره په تیرو لسو کلونوکې د له نړیوالې ټولنې او له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د یوې فعالې ډیپلوماسۍ له لارې ښې اړیکې ساتلي او د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره یې د پاکستان او ایران د جمهورو ریسانو په موافقه د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو د مشرانو ترمنځ په دوامداره توګه د درې اړخیزو ناستو  د ترسره کیدو لپاره په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د دغو ناستو مقدمات برابرکړل.

د افغانستان، پاکستان او د ایران د هېوادونو د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د جوړولو  موخه دا ده چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، اقتصادي او د سوداګرۍ په برخوکې د نویو همکاریو بنسټ کیښودل شي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په ګډه هلې ځلې ترسره شي ترڅو درې واړه هېوادونه د یو بل ترڅنګ ودریږي او په  یو موټیتوب سره د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه وکړي.

 

د همدغو غونډو په دوام د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی د افغانستان، پاکستان او ایران هېوادونو د مشرانو په درییمه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه، د روان کال د سلواغې په ۲۷مه د پنجشنبې په ورځ د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته سفر وکړ.

 

د پاکستان په نړیوال هوایي ډګرکې حامدکرزي او ملګري پلاوي ته یې د پاکستان د سنا مجلس د رئیس فاروق نایک او په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر محمد عمر داوودزي لخوا هرکلی وویل شو.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي پاکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان له صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني سره  د دغه هېواد  د صدارت په مقرکې وکتل.

 

 

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او د ترهګرۍ پرخلاف د ګډې مبارزې د همکارۍ  د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

 

د پاکستان صدراعظم د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان او پاکستان د سولې د ګډ کمیسیون دکار د بیا پیل کیدو غوښتنه یې وکړه اوڅرګنده یې کړه چې  په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنی دی .

 

ګیلاني د استاد برهان الدین رباني د شهادت په تړاو د پیښې د انکشاف په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې د استاد برهان الدین رباني ترور د هغو کسانو کار وباله چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګښت و مومي. د پاکستان صدراعظم ژمنه وکړه چې د استاد رباني د ترور په اړه به خپلو څیړنو ته دوام ورکړي او په دې باب به په بشپړه توګه خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

 

سیدیوسف رضا ګیلاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا باندې د ټینګار په ترڅ کې له پاکستان سره د ګازو د نل لیکې د پروژې په برخه کې د افغانستان د همکارۍ غوښتنه وکړه، وې ویل چې هېواد یې له افغانستان سره د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره هرډول همکارۍ ته چمتو دی.

 

بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په خپلو خبروکې په تیرو لسوکلونوکې پاکستان ته خپل اوسنی سفر یو له ډیرو مهمو سفرونو څخه وباله، د استاد رباني د ترور په اړه د څیړنې او   د دوه تنو تورنو کسانو په نیولو کې یې د پاکستان له همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دغه ترور د نورو عاملینو د نیولو لپاره هم هڅې ګړندۍ او دوام وکړي.

 

حامدکرزي د سولې د بهیر او د دولت له وسله والو مخالفینو سره د مذاکرې په اړه د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه. ده، د مذاکرې او سولې لپاره د افغانستان د اساسي قانون منل، د ښځو حقونو ته درناوی او د افغانستان د خلکو پرخلاف د تاو تریخوالي درول اړین او مهم وبلل.

 

په همدې توګه د هېواد جمهوررئیس د دې په ترڅ کې چې د افغانستان لخوا یې پاکستان ته د ترانزیتي همکاریو په برخه کې ډاډ ورکړ، د پاکستان له صدراعظم څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د پوهنې په وزارت پورې اړوند د هغو درسي کتابونو محمولې چې له څو میاشتو را په دیخوا د کراچۍ په ښارکې درول شوې دي، اجازه دې ورکړل شي چې افغانستان ته ولیږدول شي. ځکه چې دغه کار په زرګونو افغان ماشومان د درسي کتابونو له لرلو محروم کړي دي.

 

حامدکرزي د دې په ترڅ کې چې ترهګري یې د دواړو هېوادونو ګډ دښمن وباله، زیاته یې کړه: افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ له اړخه د ډیورند دکرښې په دواړو خواووکې تهدیږي، له دې امله دواړه هېوادونه باید خپلو ژورو اړیکو او رښتینو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د همدغې ورځې په مازیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د پاکستان د اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست ماڼۍ ایوان صدر ته لاړ او هلته ته د پاکستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس آصف علي زرداري لخوا حامدکرزي ته په داسې حال کې چې هغه د تشریفاتو دګارد قطعه معاینه کړه او د دواړو هېوادونو ملي سردونه وغږول شول، د رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وویل شو.

 

وروسته دواړو جمهورو رئیسانو په یوه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پرخلاف د ګډې مبارزې، د سولې د بهیر او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په باب خبرې وکړې.

 

حامدکرزي  همدا راز په دغه کتنه کې د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه خبرې وکړې او دغه ناسته یې له سیمه ایزو ګواښونو، له ترهګرۍ، نیشه یي توکو او له نورو ګډو ګواښونو سره د ګډې مبارزې په لاره کې ګټوره او اغېزمنه وبلله .

 

بیا آصف علي زرداري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې، هیله وکړه چې د افغانستان، پاکستان او ایران د مشرانو درې اړخیزه ناسته د دغو اړیکو پر پراختیا او ژورتیا باندې ښه اغیز وښندي.

 

د همدغې ورځې په ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په خپل استوګنځي کې  د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر قاضي حسین احمد، د پاکستان د سنا په مجلس کې د اپوزیسون مشر سناتور عبدالغفور حیدري او د جمعیت علمای اسلام د ګوند له مرستیال مولانا حیدري او د دغو ګوندونو د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.(( جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام هغه دوه اسلامي ګوندونه دي چې دجهاد پر مهال یې له افغانانو سره نیږدې اړیکې لرلې او تل یې  د پاکستان په سیاسي اډانه کې ډیر مهم او کلیدي رول درلودلی دی.))

 

په دغه کتنه کې د هېواد جمهوررئیس د دغو ګوندونو د رهبرۍ پلاوي ته په خطاب کې وویل: له افغانستان سره ستاسو ژوره آشنایي د جهاد له مهال څخه ده او موږ له تاسو څخه غواړو لکه څنګه چې مو د جهاد او د افغانانو د مهاجرت پرمهال له موږ سره همکاري وکړه، نن هم د سولې د ټینګښت په لاره کې له موږ سره همکار و اوسی ځکه چې په دې اړه ستاسو همکاري اړینه ده.

 

جمهوررئیس زیاته کړه: که چیرې د افغانستان اوسنی حالت په همدې ډول دوام ومومي، نه یوازې دا چې د دواړو هېوادونو په زیان به تمام شي، بلکې سیمې او ټولې اسلامي نړۍ ته به زیان و رسوي.

 

 حامدکرزي همدا راز د پاکستان د دغو دوه ګوندونو د رهبرۍ پلاوي ته وویل چې د تروریزم خطر او د افراطیت پراختیا د ډیورند د کرښې  په  دواړو خواوو کې د دغې سیمې خلک ګواښوي.

 

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: دواړه هېوادونه باید له موجود فرصت څخه استفاده وکړي او د دغو ګډو ګواښونو پر وړاندې په جدي ډول مبارزه وکړي.

 

جمهوررئیس د خپلو خبرو په دوام ماشومانو او ځوانانو ته د علم او پوهې د زده کړې پر اهمیت باندې خبرې وکړې او د ډیورند د کرښې په دواړو خواووکې یې د پوهې او علم پرخلاف د دښمنانه چلند نه خپله اندیښنه ښکاره کړه، وې ویل: تاسو باید نجونو ته د علم د زده کړې په اړه د اسلام د مقدس دین د لارښوونو او اهمیت په باب د خلکو په منځ کې تبلیغ وکړی او مه پریږدی چې د ډیورند دکرښې په دواړو خواووکې د نجونو ښوونځي وتړل شي، ځکه دا ستاسو دیني او انساني مکلفیت دی.

 

په مقابل کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر قاضي حسین احمد، د پاکستان د سنا په مجلس کې د اپوزیسون مشر سناتور عبدالغفور حیدري او د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال ژمنه وکړه چې د یادو موضوع ګانو په اړه به  له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډ ډه  ونه کړي او د دوامدارو اړیکو په لرلو سره به  په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دوی په افغانستان کې د سولې له بهیر سره خپل ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ  چې خپله مرسته به له دغه بهیر سره ونه سپموي.

 

د دغو دواړو ګوندونو د هیاتونو مشرانو د حامدکرزي هغه بلنه په خوښۍ سره ومنله چې دوی یې د یو دوستانه سفر لپاره افغانستان ته را وبلل ترڅو دلته د دواړو هېوادونو او سیمې پر مهمو مسایلو باندې مفصلې خبرې اترې ترسره شي.

 

حامدکرزي د جمعې د ورځې په سهار د ایران د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس محمود احمدي نژاد سره وکتل.

 

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخوکې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

 

افغان پلاوي په دغه کتنه کې له احمدي نژاد څخه وغوښتل تر هغه مهاله چې د افغانستان حکومت افغان کډوالو ته پاسپورت ورکوي، ایران دې له افغان کډوالو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

 

د هېواد جمهوررئیس همدا راز په دغه کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ماشومانو زده کړې ته د ایران د حکومت د لاډیرې  پاملرنې  غوښتنه وکړه.

 

د روان کال د سلواغې په ۲۸ د جمعې  په ورځ د پخوانیو درې اړخیزو ناستو په دوام، د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو د مشرانو درییمه ناسته د حامدکرزي، آصف علي زرداري او محمود احمدي نژاد ترمنځ د پاکستان د جمهوري ریاست په مقر ایوان صدرکې جوړه شوه.

 

په دغه ناسته کې د درې واړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د یوې ګډې اعلامیې په لاس لیک کولو سره له تروریزم سره د مبارزې، د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او روزنیزو درې اړخیزو همکاریو په پراختیا او د پارلمانونو د غړو د متقابلو لیدنو کتنو په شمول د ولسونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا اود درې واړو هېوادونو له خاورې څخه د یو بل پرخلاف پر نه تهدیدولو باندې موافقه وکړه.

 

د درې واړو هېوادونو مشرانو همدا راز د افراطیت او ترهګرۍ او د دغو پدیدو د اصلي عواملو د له منځه وړلو لپاره د همکاریو په  پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.

 

د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو مشرانو ژمنه وکړه چې د سولې، امنیت، ثبات او د اقتصادي سوکالۍ لپاره به خپلې درې اړخیزې همکارۍ زیاتې کړي.

 

د پاکستان جمهوررئیس چې د دغې غونډې کوربه و، د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په سیمه کې حالت د قناعت وړ نه دی خو موږ له ۲۰۰۹ میلادي کال څخه را په دیخوا د درې اړخیزو غونډو په جوړولو سره د درې واړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، اقتصادي او د سوداګرۍ په برخوکې د نویو همکاریو بنسټ کیښود. اوس باید موږ په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مخ پر وړاندې حرکت وکړو او هغو موافقو ته چې زموږ ترمنځ شوي دي، عملي بڼه ورکړو.

 

بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، خبرې وکړې، وې ویل: د پاکستان او ایران له مشرانو سره له پرونیو دوه اړخیزو ناستو وروسته د یوې ښې راتلونکې لپاره  امیدوارې لیدل کیږي او همدا راز اوس د دې وخت رارسیلی دی چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د هغو بیلابیلو همکاریو د عملي کولو لپاره چې خبرې ورباندې شوي دي، یو عملي میکانیزم جوړ شي.

 

د دغې ناستې پر دوام د ایران د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمود احمدي نژاد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د ستونزو ریښه په سیمه کې نه، بلکې دا ستونزې له سیمې ها خوا ریښې لري. موږ باید د یو بل ترڅنګ ودریږو او په یووالي او یو موټیتوب سره د دغو تحمیل شویو ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړو.

احمدي نژاد د خپلو خبرو په دوام وویل: موږ باید اوس عملي ګامونه پورته کړو، داسې ګامونه چې درې دولتونه او درې ملتونه پیاوړي کړي او د اختلافونو او ستونزو د حل په لور حرکت وکړي، د لاس وهنو مخه ونیسي او ملتونو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.

 

بیا د درې واړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د درې اړخیزې ناستې ګډه اعلامیه لاس لیک کړه او په یوه ګډه خبري ناسته کې یې ګډون وکړ او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

 

دیادولو وړ ده د پاکستان او ایران د جمهورو رئیسانو په ګډه اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ او مدیریت د سولې او پخلاینې په بهیر باندې ټینګار شوی او په دې اړه یې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

 

د سړکونو، ترانسپورت، د ریل ګاډي او مخابراتو په زیربنایي پروژوکې د همکاریو د پیاوړتیا له لارې د اړیکو پراختیا او همدا راز په داوطلبانه، لنډمهال، آبرومنده،مصونه توګه او په عزت سره خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنیدل هم د درې واړو هېوادونو په اعلامیه کې شامل و.

 

په دغه ناسته کې وپتیل شوه چې د افغانستان، پاکستان او ایران د هېوادونو  د مشرانو څلورمه درې اړخیزه غونډه دې د ۲۰۱۲ میلادي کال په وروستیو کې په کابل کې  جوړه شي.

 

د درې اړخیزې ناستې په پای کې د افغانستان، پاکستان او ایران جمهور ریسان د پاکستان د صدارت مقر ته لاړل او او د درې واړو هېوادونو د دوستۍ د نښې په توګه یې د پاکستان د صدارت په مقرکې نیالګي کینول.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د جمعې په ماښام د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون ته لاړ او د دغه پوهنتون محصلینو ته یې په خپله وینا کې وویل: په افغانستان او پاکستان، په ځانګړې توګه د ډیورند د کرښې په دواړو خواووکې افراطیت د ودې په حال کې دی چې دا د سیمې او دواړو هېوادونو لپاره له خطره ډک کار دی.

 

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه : له افراطیت څخه د مخنیوي او د هغه پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لاره دا ده چې لا ډیره زده کړه وکړو او د ښې راتلونکې لپاره د ځوانانو له انرژۍ او ځواک څخه چې زموږ ستره سرمایه ښه استفاده وکړو.

 

حامدکرزي څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ او راکړې ورکړې دکتنې وړ وده کړې او نن د دواړو هېوادونو د مشرانو او لوړ رتبه چارواکو سفرونو زیاتوالی موندلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.

 

جمهوررئیس وویل: له دغو پرمختګونو سره سره، جدي ستونزې هم شته، په دواړو هېوادونو کې بې ثباتي دوام لري او زموږ ستره سیمه نا امنه ده.

 

ده، وویل: د دواړو هېوادونو پر حکومتونو لازمه ده که غواړي چې مخ پر وړاندې حرکت وکړي باید چې سو تفاهمات له مینځه یوسي.

 

حامدکرزي زیاته کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره، په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په نتیجه کې را منځته کیدلی شي.

 

ده وویل: د افراطیت پرخلاف دې ګډه مبارزه د افغانستان او پاکستان لخوا په دواړو هېوادونوکې دوام ومومي ترڅو نور په سوات او یا په پکتیا کې ښوونځي د دین له نوم څخه په ناوړې استفادې سره له منځه لاړ نه شي او نور زموږ نوڼې او زامن ښوونځي ته له تګ څخه محروم نه شي.

 

د هېواد جمهوررئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او ځوانان یې د دواړو هېوادونو د ودې لپاره ستره انرژي وبلله.

 

حامدکرزي وویل: د دواړو هېوادونو دنده ده چې یو بل درک کړي ترڅو افغانستان له پاکستان او پاکستان له افغانستان څخه ویره ونه لري.

 

جمهوررئیس وویل: د پاکستان لپاره په افغانستان کې واقعي ستراتیژیک عمق، یو روزل شوی افغانستان او په اقتصادي لحاظ پیاوړی، د بشپړو بنسټونو لرونکی چې ستاسو ترانزیتي مالونه منځنۍ اسیا او له هغې څخه د باندې ولیږدوي او همدا راز داسې ثبات لرونکی افغانستان چې په نړیواله کچه او د ژوند په نورو چاروکې له تاسو سره همکار و اوسي، مهم دی. ده زیاته کړه چې افراطیت او فعلي حالت زموږ د دواړو هېوادونو په ضرر دی او دا ټول پر دغې سیمې  ورتپل شوي دي.

 

یو داسې افغانستان چې تاسو په هغه کې پانګونه وکړی او پیسې ترلاسه کړی او برعکس د افغانستان لپاره  هم امن لرونکی، نیکمرغه او پیاوړی پاکستان د اهمیت وړی دی، نوله دې امله اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې پر ستونزو غلبه وکړو او را ویښ شو، د ښې راتلونکې لپاره هڅه وکړو.

 

په پای کې د هېواد جمهوررئیس د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

 

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د جمعې په  شپه د پاکستان د مسلم لیګ ګوند له مشر او د دغه هېواد  له پخواني صدراعظم نواز شریف سره وکتل او په هغه میلمتیا کې یې ګډون وکړ چې د افغانستان د لوړ پوړي دولتي پلاوي په ویاړ د ښاغلي نواز شریف لخوا داسلام آباد په پنجاب هاوس کې جوړه شوې وه.

 

د پاکستان د مسلم لیګ د نواز برخه د دغه هېواد له مهمو او با نفوذه سیاسي ګوندونو څخه شمېرل کیږي.
 

حامدکرزي د شنبې د ورځې په سهار د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ له مشر محمود خان اڅکزي، د قاید اعظم د برخې د مسلم لیګ دګوند له مشر چوهدري شجاعت حسین، د عوامي نشنل پارټۍ له هیات سره چې دحاجي محمد عدیل په مشرۍ داسفندیارولي خان لخوا راغلي و وکتل، دسیمې او افغانستان او پاکستان پر حالاتو یې مفصلې خبرې ورسره وکړې.

 

بیا حامدکرزي د شیرپاو د برخې د خلکو د ګوند له مشر آفتاب احمدخان شیرپاو سره په خپل استوګنځي کې خبرې وکړې او پر هغو ګواښونو یې د نظر تبادله وکړه کوم چې سیمې او په تیره بیا افغانستان او پاکستان ته متوجه دي.

 وروسته بیا د هېواد جمهورریس د پاکستان د جمعیت علما د ګوند د مولانا سیمع الحق دڅانګې له مشر مولانا سمیع الحق سره وکتل، له هغه څخه یې وغوښتل له هغې وړاندې چې نا وخته شي، د افغانستان د سولې له بهر څخه دې ملاتړ وکړي ترڅو په افغانستان، پاکستان او سیمه کې امنیت ټینګ شي.

 

ده، د افغانستان په سوله کې د علماوو رول خورا مهم وباله او په دې یې اندیښنه ښکاره کړه چې نن ورځ په سیمه کې د اسلام ترنامه لاندې داسې عملونه ترسره کیږي چې تر ټولو د مخه یې زیان دغه ستر الهي دین ته رسیږي. حامدکرزي دغو ټولو سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او دلته په تفصیل سره دهغو ګواښونو پر وړاندې دمبارزې په هکله خبرې اترې وکړي چې زموږ سیمه ګواښوي

 

پاکستان ته د حامدکرزي دغه سفر پر درې اړخیزې ناستې سربیره په دې دلیل ډیر مهم و چې له پاکستان سره یې ښکاره، واضح او مهم مذاکرات درلودل او د پاکستان د ټولو مهمو او مطرحو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو سره یې هم مذاکرات وکړل.

 

 

حامدکرزی او ملګری پلاوی یې پاکستان ته د خپل درې ورځني رسمي سفر وروسته  د شنبې په ورځ  هېواد ته راستون شو.

 

 

 

 

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته