کابل / د وري ۲۶ / باختر
د کابل د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو نن یوتن د هیروینود قاچاقوپه اړوند ونیوه .
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د باخترآژانس خبریال ته وویل : د کابل د نړیوال هوايی ډګرسرحدي پولیسو یوسړی چې نیت درلود څه نا څه یوکیلوګرامه هیرویین له هېواد څخه بهرته قاچاق کړي ونیوه .
دغه راز په ننګرهارکې له نشه يي توکوسره د مبارزې د پولیسو په عملیاتوکې د نشه يي توکو۳ قاچاق وړونکي نیول شوي دي.
پآی-ع