خبرونهټولنه

یونیسف په بامیانو کې سوالګرو ماشومانو ته رسیدګي کوي

 کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د باميانو ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس قاري زين الله مسرور پرون د دغه ولايت په مرکزي زون کې د يونيسف د دفتر د ماشومانو د ساتنې له مسوول جميل حسن سره وکتل.

مسرور د ماشومانو د ساتنې  په برخه کې د یونیسف دفتر له فعالیتونو او همکاریو څخه د مننې او قدردانۍ  په ترڅ کې د بامیان ولایت په کچه د پراخو او غوره فعالیتونو غوښتنه وکړه.

مسرور زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د سوالګرو ماشومانو د خوندیتوب په موخه د کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه، چې اړوندې ادارې دې د سوالګرو ماشومانو د پېژندنې او د هغوی د ستونزو د لرې کولو لپاره په ګډه کار وکړي. د باميانو ولايت د ټولنيزو چارو د رييس په وينا، د ماشومانو ستونزو ته هوډمن او ځواب ورکوونکى دى او هيله لري، چې د همکارۍ له لارې دغه ستونزې لرې شي.

د یونیسف دفتر د ماشومانو د ساتنې مسوول جمیل حسن هم د بامیانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هر اړخیزې همکارۍ څخه په مننې سره ژمنه وکړه چې دغه دفتر به د ماشومانو د حالت د ښه والي او د دوی ستونزو ته د رسيدګي په خاطرهمکاري وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته