خبرونهاقتصاد

یوه سړه خونه په پنجشېر کې پرانیستل شوه

۳۲- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
په پنجشېر کې د پټاتو د ساتلو لپاره د یوې سړخونې د جوړولو کار بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپال شوه.
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد رووف یعقوبي باختر آژانس ته وویل چې دغه سړه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د ۱۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې د ۶۰۰ زرو افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
هغه وویل چې دغه سړه خونه د ۳۰ ټنه پټاټو د ساتلو ظرفیت لري.
پای/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته