سیاستخبرونهټولنه

یوه ډله د بلخاب ولسوالۍ استازیتوب نه شي کولای

کابل ، د غبرګولی ۲۳ مه ، باختر

د سرپل والي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه د دغه ولايت له پوځي او ملکي مسوولينو او د بلخاب ولسوالۍ د خلکو له يوشمېر استازو سره په غونډه کې د ښه امنيت د تامينولو او د خلکو د ستونزو په حل کولو ټينګار وکړ.

د باختر آژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې د بلخاب ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب سيدهاشم جوادي بلخابي وويل، چې د اسلامي  امارت نظام د ټولو خلکو دى او د بلخاب ولسوالۍ خلک هم دغه نظام ته تابع دي او نه غواړي چې سياسي، ټولنيزې او اقتصادي انديښنې ولري.

نوموړي زياته کړه، دغه مشران چې د بلخاب د خلکو په استازيتوب دلته راټول شوي دي، د اسلامي امارت له نظام سره خپل هر اړخيز ملاتړ اعلاموي.

هغه په بلخاب کې رامنځته شوې معضله په يوې ځانګړې ډلې پورې اړونده وبلله او ويې ويل چې یوه ډله نه شي کولاى چې د دغې ولسوالۍ د ټولو خلکو استازيتوب وکړي.

په همدې حال کې د سرپل والي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه  د بلخاب اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې هغوى ته هيڅ کوم ګواښ نشته او د يو مغرض شخص او خاصي ډلې په خاطر يو قوم تر ګواښ لاندې نه نيول کيږي.

د سرپل والي څرګنده کړه چې په دې نظام کې يو قوم پر بل قوم برترې نه لري او په دغه ولايت کې د ټولو ورونو او قومونو ملاتړ کيږي.

په دې غونډه کې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي فخرالدين عمير وويل، چې اوس د جګړې لپاره کومه پلمه نه ده پاتې؛ ځکه په ټول هېواد کې امنيت تامين شوی دى.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته