جلال آباد/دوري۱۲/ باختر
یوه ښځينه پولیسه په ننګرهار کې د نا پېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ووژل شوه .
د رپوټونو له مخې، دغه پوځي نن سهار کله چې له کوره د دندې په لور روانه وه پرې برید وشو .
د ننګرهار یو امنیتي خبرځای باختر آژانس ته په ټلیفوني اړیکه کې د دغې ښځينه پولیسې ترور تایید کړ خو د دغې پوځۍ د بشپړ هویت په اړه څّه ونه ویل .
په ننګرهارکې د هدفمنو ترورونو زیاتوالي، ټول اوسیدونکي اندښمن کړي دي .
په وروستیو رېو میاشتو کې ۱۲ښځينه مدني ،روغتیايي ، درسانه يی او پوځي فعا لانې ،په ډزو او چاودنو کې وژل شوي دي .
په ننګرهار کې په نویو پېښو کې د ماشومانو د ګوزڼ۳ واکسیناتورانې ښځې دوه ورځې مخکې ترور شوې .
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پرون د دغو وژل شویو ښځو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ويې ویل چې د دغو ترورونو عاملین به ډېر ژر وپېژندل شي او به نیول شي.
پای شکریه