خبرونهامنیت

یوولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

ابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر

یوولس وسله وال طالبان پرون مازيګر په قندهار کې له پوځيانو سره په نښتو کې            ووژل شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه وسله وال طالبان د قندهار د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات کلي او د ژيړي ولسوالۍ په پشمول کلي کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په نښتو کې ١٥ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.

دغه جګړې له هغه وروسته ونښتې چې وسله والو طالبانو  په يادو سيمو کې د پوځيانو پر پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي او دفاعي ځوکونو له غبرګون سره مخ شول.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته