امنیت

یوولس ماینونه په پروان کې کشف شول

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
د پروان پولیسو پرون د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ۱۱ ماینونو په کشف او شنډولو سره د څو بوږنوونکو پېښو مخه ونیوله.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې پولیسو دغه ماینونه چې پخوا د جبل اسراج ولسوالۍ په مناره کلي کې یوه کنډواله کې پاتې وو، کشف او شنډ کړل.
هغه وویل چې پولیسو د دغو ماینونو په کشف او شنډولو سره د څو بوږنوونکو پېښو مخه ونیوله.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته