خبرونهاقتصاد

یو ایرانی شرکت غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

کابل، غبرګولي۱۲مه، کابل

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور تېره ورځ د ایران (احیای سپاهان) شرکت له مدیر عامل انجنیر قاسمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

سرپرست وزیر، قاسمي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ایران او افغانستان له یو بل سره ګډه پوله، تاریخي او دوستانه اړیکې لري.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې زموږ موخه له نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
په ورته وخت کې د ایران (احیای سپاهان) شرکت مدیر عامل انجنیر قاسمي د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د کانونو په برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه، چې یاد وزارت د مقام له لوري یې ستاینه وشوه.

هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د ایران، چین او ترکیې په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو پانګوالو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته