خبرونهښوونه او روزنه

یو خیریه بنسټ د لوګر په یو ښوونځي کې درې درسي خونې او څلور تشنابونه جوړ کړل

 کابل ، غبرګولي ۲۲ مه ، باختر

د حاجي منګل احمد زي خیریه بنسټ د لوګر د مرکزغیرت آباد د منځني ښوونځي زده کوونکو ته چې د درسي خونو له کمښت سره مخ و درې درسي خونې او څلور تشنابونه جوړ کړل.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم وویل، د لوګر په مرکز پورې اړوند د غیرت آباد د منځني ښوونځي زده کوونکي چې د درسي خونو له کمښت سره مخ وو د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ د ۷۰۰ زرو افغانیو په لګښت درې درسي خونې او څلور تشنابونه جوړ کړل.

د لوګر د پوهنې رییس د حاجي منګل احمدزي د خیریه بنسټ له همکارۍ مننه وکړه او په دغه ولایت کې یې د پوهنې حالت ښه وباله او د حاجي منګل احمدزي د خیریه بنسټ له خوا مرسته شوي کتابونه هم د لوګر د غیرت آباد د منځني ښوونځي په زده کوونکو ووېشل.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته