امنیت

یو دېرش طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د یو سرګروپ په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان تېره شپه د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوایي بریدونو کې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال جنرال عباس توکلي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوځیانو پر پوستو د یرغل په وخت کې ووژل شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په دغو بریدونو کې ۲۸ نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
هغه وویل چې په دغو بریدونو کې د دښمن جنګي وسایل هم ویجاړ شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته