کابل، د غبرګولي ۱۳ مه ،باختر
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن د وژنې په تور نیولی دی.
یاسین د ننګرهار په چپرهارولسوالۍ کې د خپل پلارحسین خان په وژلو تورن دی .
د ننګرهار د پولیسو یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې یاسین پرون ناوخته د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
تراوسه د دغې وژنې انګیزه معلومه نه ده.
پولیس وايي چې له دغه سړي څخه تحقیقات پیل شوی دی.
ع