کابل / د وري ۲۶ باختر
یوسړی پرون د کابل ښار د دریمې ناحیې د دهبوریو په ساحه کې په خپل کورکې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبریال ته وویل : دغه سړی فدا محمد نومېږي، پرون د کابل ښار د دريمې ناحیې د دهبوریو په ساحه کې په خپل کورکې د نا پېژاندو وسله والو له لوري په مرموزه توګه وژل شوی دی.
پولیسو د دغې پېښې په اړوند تحقیقات پیل کړي دي .
دا په داسې حال کې ده چې پولیسو پرون یوه ښځه چې ځان یې د امنیت کارکوونکې معرفي کوله له قانوني جواز پرته له دوو تومانچو او یوې مخابرې سره د کابل ښارد دريمې ناحیې د څلورمې کارتې په ساحه کې ونیوله .
پای-ع