خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

یو شمېر غیردولتي ورځپاڼو ته کتنه

کابل، د غبرګولي ۱۸ مه، باختر

یو شمېر غیر دولتي رسنۍ چې په کابل کې فعالیت لري په خپلو خپرونو کې یې ځينې سیاسي او نظامي مسایلو ته کتنه کړې، د هېواد او نړۍ په اړه یې خبرونه او راپورنه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبریال له دغو ورځپاڼو راپور چمتو کړی دی.

د ۸ صبح ورځپاڼې د « هند په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانیستلو په لټه کې دی» تر سرلیک لاندې لیکلي.

کابل ته د هندي دیپلوماتانو له راتګ وروسته اوس یوې هندۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې هند په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو په لټه کې دی.

د اطلاعات روځ ورځپاڼې د« هغه ځوان چې په کابل کې بې درکه شوی و، مړی یې پيدا شوی دی» تر سرلیک لاندې لیکي.

په کابل کې سرچینې وايي یو ځوان چې نږدې یوه میاشت وړاندې بې درکه شوی و اوس یې مړی پیدا شوی، دغه ځوان قاري سید جبیر نومېده چې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د شهدای صالحین په سیمه کې یې ژوند کاوه، چې کورنۍ یې د هغه مړی له عدلي طب څخه ترلاسه کړی دی.

خبرځای وویل چې دغه ځوان یوه میاشت مخکې بې درکه شوی و او څو ورځې وړاندې د هغه مړی په داسې حال کې چې د سپو له خوا داړل شوی و او هویت یې هم د پېژندلو وړ نه و د تمیم انصار زیارت له ساحې څخه موندل شوی و.

هغه وویل د سیمې خلکو دغه مړی طالبانو ته سپارلی و.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته