سیاستخبرونه

یو هندي پلاوى د بشردوستانه مرستو د برابرولو لپاره کابل ته راغلى دى

کابل، غبرګولي۱۲مه، کابل

د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي چې يو هندي پلاوي یې کابل ته سفر کړى، چې د افغانستان خلکو ته د هند بشردوستانه مرستو د برابرولو لپاره زمینه برابره کړي.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د هند د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو  سره  ويلي، چې ټاکل شوې ده دغه پلاوى  په کابل کې له نړيوالو مرستندويو بنسټونو له استازو سره وګوري او د افغانستان اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د بهير پياوړتيا په اړه  خبرې وکړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه هېواد په افغانستان کې  موجودو اقتصادي شرايطو او سملاسي مرستو ته د خلکو لاس رسي په پار خپلې بشردوستانه همکارۍ زياتوي.

د هند  د بهرنيو چارو وزارت وايي پخوا يې ٢٠ زره متريک ټنه غنم ١٣ ټنه درمل او د کرونا ٥٠٠ زره ډوزه واکسين او ژمنۍ جامې افغانستان ته لېږلي دي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه هېواد د کرونا يو ميليون ډوزه واکسين د ايران حکومت ته سپارلي، چې په دغه هېواد کې پر افغان مهاجرينو تطبيق کړي او  دغه راز د پوليو ٦٠ ميليونه ډوزه واکسين او ٢ټنه درمل يې د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لارې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د دواړو  هېوادونو اړيکې تاريخي بللي او ټينګار يې کړى، چې د افغانستان له خلکو سره  خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.

د يادونې  وړ ده چې هند په وروستيو شلو کلونو کې د افغانستان له پخواني حکومت سره ستر مرسته کوونکى هېواد دی.

هند د سلما بند په ګډون څو بنسټيزې پروژې په افغانستان کې تمويل کړي او د افغانستان پارلمان نوې ودانۍ  یې هم جوړه کړې ده.

هند په اقتصادي مرستو سربېره افغان محصلانو ته  په زرګونو تحصيلي بورسونه برابرکړي او همدا اوس سلګونه تنه افغان محصلان د هند په معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته