خبرونهامنیت

یو وسله وال سړی په فراه کې ووژل شو

۳۳- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د فراه د امنیې قوماندانۍ پولیسو نن په عملیاتو کې هغه وسله وال سړی وواژه چې د دولتي کارکوونکو د ترور نیت یې لاره.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو دغه سړی د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې وواژه.
محب زیاته کړه: له دغه سړي څخه یوه تومانچه ترلاسه شوې ده.
د محب د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د پولیسو یو سرتېری هم شهید شوی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته