خبرونهټولنه

یو پُل د کونړ په پیچ درې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

– کابل / د کب ۲۹مه / باختر
د ټولګټو وزارت نن د کونړ په پیچ درې ولسوالۍ کې د یوه پله د پرانیستلو خبر ورکړ.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژنس ته ویلي دي چې د ټولګټو وزارت د کونړ په پیچ درې کې د ۳.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یو پُل ګټې اخیستنې ته وسپاره.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د پیچ درې د مانوګي ولسوالۍ په اولي ګرام کلي کې جوړ شوي وو، د ټولګټو وزارت د مقام دفتر رییس مفتي امیر عبدالله وویل: د کونړ د خلکو برحقه جهاد او مبارزې د افغانستان اسلامي امارت په بریا کې مهم او اغېزمن رول درلود او د دغه ولایت د خلکو حق دی چې په اوسني وضعیت کې پاملرنه ورته وشي او ترانسپورټي ستونزې یې آوارې شي.
هغه زیاته کړه: د ټولګټو وزارت پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې د وزارت مالي امکاناتو ته په کتو سره، د کونړ د خلکو ترانسپورټي ستونزو د آوارولو په موخه سترې ټولګټې پروژې پلې کړي.
په همدې حال کې د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح هم په خپلو خبرو کې، د کونړ ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د خلکو د ترانسپورټي ستونزو آوارولو ته ژمن دی او شته امکاناتو ته په کتو سره به نوې پروژې هم پلې کړي.
هغه دغه راز یې د یاد پله په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دغه پُل ۳۳ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري.
د مراسمو په بهیر کې یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو هم خبرې وکړې، د دغه پل پر جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه او د ټولګټو پروژو پلې کولو په خاطر یې له ټولګټو وزارت د بشپړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
یاد پل د اولي ګرام، قندهاریانو، لیچرام او وردیش کلي د کونړ – نورستان له عمومي سړک سره نښلوي، چې له ګټې اخیستنې سره به یې ښوونځيو، مدرسو، روغتیایي مرکزونو او ښار ته د خلکو تګ راتګ د پخوا په پرتله اسانه شي.
د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت تېره ‍پنجشنبه هم یو استحکامي پل چې ۱۰۶ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپاره چې په جوړېدو سره یې د ۱۹ زرو کورنیو ستونزې آوارې شوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته